1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني مسلمانان تر غير مسلمانانو څخه بسټپاله نه دي

۱۳۸۶ دی ۷, جمعه

څلورلس په سلو مسلمانانو کې تشدد او د دموکراسئ سره دښمنی مني. دا د يوې ټولپوښتنی نتيجه ده، چې په جرمنی کی د غير مسلمانو خلکو له نظر سره څه ډير تو پير نلري.

https://p.dw.com/p/DKGW
د آلمان په پلازمېنه برلين کې يو جومات
د آلمان په پلازمېنه برلين کې يو جوماتانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د نننيو چارو وزير والفگنگ شايبلی د دغه څيړنې د معرفی په غونډه کې یو ځل بيا په جرمنې کې د مسلمانانو او غير مسلمانانو د خبرو اترو او گډ کار غوښتنه وکړه.

د دغو څېړنې لپاره د دريو مليونو مسلمانلنو په استازيتوب سره څه کم دوه زره په آلمان کې اوسېدونکی مسلمانو وگړو څخه پوښتنې شوي دي.

د پنځه سوه پنځه لس مخيزې څېړنې يو ليکوال، پتر ويتسل زياتوی ، چې د نورو وگړو په شان په آلمان کې زياتره مسلمانان د قانون او دموکراسئ پلوی کوی.