1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني سیاستوال د مهاجر د کړکیچ له کبله پر یونان نیوکې کوي

۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبه

د آلمان د مالیې وزیر او د بایرن ایالت ځینو نامتو سیاستوالو پر یونان د مهاجرت په کړکیچ کې د دې هیواد د رول له کبله نیوکې کړي دي. د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر بیا پر پولو د سختو تدابیرو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1HUhu
Italien Afrikanische Flüchtlinge werden gerettet
انځور: picture alliance/ROPI

د آلمان د مالېې وزیر ولفګنګ شویبله، چې د یونان له چارواکو سره یې سږ کال د دې هیواد د مالي وضعیت په اړه هم غونډې کړې دي، «بیلد ام سونتاګ» خبري مجلې سره په خبرو کې ویلي دي چې اتن دې قانون ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې چې مهاجر باید د اروپایي ټولنې په هغه غړي هیواد کې ثبت شي، چیرته چې هغوی د لومړي ځل له پاره رسیږي.

شویبله د یکشنبې په ورځ دې مجلې سره د خبرو پر مهال ویلي دي چې هغه یو موده وړاندې دې نتیجې ته رسیدلی وه چې په یونان کې له مهاجرو سره غیر انساني چلن کیږي نو ځکه باید دا کسان بیرته دې هیواد ته و نه استول شي.

شویبله ویلي دي: «یونانیان باید تور پر نورو وا نه اچوي. هغوی باید دې ته پاملرنه وکړي چې پخپله څنګه کار په سمه توګه کولی شي.»

Joachim Herrmann CSU Bayern
انځور: picture-alliance/dpa/D.Ebener

یونان د هغو مهاجرو له پاره چې له اژه سمندرګي څخه تیریږي د اروپا دروازه ده. د اروپایې ټولنې نور غړي هیوادونه پر یونان نیوکه کوي چې د سلونه زره مهاجرو د تنظیم له پاره یې ډیر کم اقدام تر لاس لاندې نیولي دي.

د اروپا د پولو امنیت

هواکیم هیرمان، د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر هم پر یونان له دې کبله نیوکه کوي چې د هغه په وینا یونان د خپلو بهرنیو پولو په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

له «ویلت ام سونتاګ» اونیزې سره په خبرو کې هیرمان وایي: «څه چې یونان کوي مسخرې دي. هر هیواد چې و نه شي کولای خپلې بهرنۍ پولې محافظت کړي باید له شینګن سیمې څخه، چې په کې د کورنیو پولو محافظت نشته، ووځي.»

فرونتکس یا د اروپايې اتحادیې د پولو ساتونکې ادارې بیا ویلي دي چې آماده ده د دې میاشتې په پاې کې په یونان کې خپل شتون ته پراختیا ورکړي. په همدې حالت کې اروپايي ګارد [ساتونکي] به د یونان او مقدونیې له پولې څخه ساتنه وکړي.

د دې خبري مجلې د رپوټ په حواله هیرمان همداراز ویلي دي چې دا هم اړینه ده چې د سلوانیا سره پر پوله هم تدابیر ډیر شي ترڅو هغه کسان ثبت شي چې له کروشیا څخه شینګن سیمې ته راننوځي او همداراز هغه کسان چې د ترهګرۍ ګومان پرې کیږي، په نښه شي.

هغه زیاته کړې ده: «که دا کار په راتلونکو اوونیو کې تر سره نه شي نو بیا باید موږ پر خپلو پولو اقدامات ډیر کړو.»