1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آستراليا د کرکيټ نړيوال جام پای لوبي ته ووت

سيد رياض۱۳۹۴ فروردین ۶, پنجشنبه

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ نړیوال جام په سیالیو کې هند خپله اتلولي و نه شوای ساتلای او په نیمه فاينل کي يې لوبه پر آسترالیا بايلوله. د مارچ مياشتي پر ۲۹ نېټه به په پای لوبه کې آستراليا له نیوزیلنډ سره د اتلولی بخت و ازمايي.

https://p.dw.com/p/1Extc
انځور: Reuters/Gray

نیوزیلنډ او آسترالیا چې دواړه په A گروپ کې ول د کرکیټ نړیوال جام پای لوبي ته لار ومونده. پر دې سربیره دواړه هیوادونه د سږ نړیوال جام کوربه هم ول. آسترالیا تر دې د مخه څو واري د نړیوال جام اتل شوی دی، خو نیوزیلنډ لومړی وار دی چې د کرکيټ د نړیوال جام سیالیو پای لوبېي ته رسيږي.

د پنجشنبې په ورځ آسترالیا د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته په خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټاکل شوو پنځوسو اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۲۸ منډي جوړي کړې.

که څه هم د آسترالیا لومړی لوبغاړی وارنر هغه وخت وسوځید چې مجموعي منډي یې ۱۵ وې، خو سمت بيا په ۹۳ توپونو ۱۰۵ منډي جوړي کړې چې سيالي لوبډلي ته يې ستر هدف وټاکه. ده او فنچ په گډه ۱۸۲ منډي جوړي کړې. سمت هغه وخت وسوځید چې د آسترالیا مجموعي منډي ۱۹۷ ته رسیدلي وې.

تر هغه وروسته مکسویل راغی چې له فنچ سره يې په گډه ۳۵ منډي وکړې. تر ۲۳۲ مجموعي منډو وروسته مکسویل هم وسوځید او د تر يوې منډي جوړیدو وروسته فنچ هم کیچ آوټ شو. ده په ۱۱۶ توپونو ۸۱ منډي وکړې.

دغه لړۍ همداسې روانه وه او آسترالیا د اوو لوبغاړو په سوځیدو هند ته د ۳۲۹ منډو هدف وټاکه. د هند له اړخه امیش یادو د مخالفي لوبډلي څلور لوبغاړي وسوځول.

د دغه هدف د تر لاسه کولو له پاره د هند پیل هم ډیر ښه وو. روهت شرما او شیکر دهون په گډه ۷۶ منډي وکړې. تر ۷۶ مجموعي منډو وروسته دهون وسوځېد او نور نو د هندوستان توپ وهونکي د آسترالیا پر وړاندي ټینگ نه شول.

ویراټ کوهلي چې د هند تکړه توپ وهونکی دی تر یوې منډي کولو وروسته وسوځید. تر کوهلي وروسته شرما هم وسوځید. سریش راینا هم په ننۍ لوبه کې یوازي اووه منډي وکړې. تر ۱۷۸ منډو پوري د هند پنځه لوبغاړي وسوځېدل.

په ننۍ لوبه کې د آسترالیا بالران ښه وځلیدل او هندي توپ وهوونکي یې د ۳۲۹ منډو د هدف پوره کولو ته پرې نه ښوول. په پای کې د هند ټوله لوبډله په ۴۷ اوور کې د ۲۳۳ منډو تر جوړېدو وروسته وسوځیده.

هند تر دې مخه د کرکيټ د نړیوال جام اتلولي گټلې وه، خو په سږ نړیوال جام کې یې خپله قهرمانۍ و نه شوای ساتلای. په سږ نړيوال جام سياليو کې هند تر دغي لوبي پوري ټولي گټلي وې. د آسترالیا له خوا جیمز فالکنر درې ویکټه او مچل سټارک او مچل جانسن دوه، دوه ویکټه واخیستل.

د مارچ مياشتي پر ۲۹ نېټه د پای لوبي بله لوبډله نیوزیلنډ ده چې له سویلي افریقا څخه يې لوبه گټلې ده. دا لومړی وار دی چې د نیوزیلنډ لوبډله د کرکيټ د نړیوال جام سیالیو پای لوبي ته وځي.

نیوزیلنډ او استراليا په A گروپ کې ول او په گروپي سياليو کي نيوزيلنډ له استراليا څخه لوبه گټلې وه.

Cricket Halbfinale Australien vs Indien in Sydney
انځور: Reuters/D. Gray
Cricket Australien Indien
انځور: Reuters/Gray