1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آريانا: سوريې ته مو مخ پټي کسان نه دي لېږدولي

شيرمحمدي۱۳۹۴ خرداد ۱۸, دوشنبه

آريانان افغان هوايي شرکت هغه ادعاوي نه مني چي گويا سوريې او عراق ته ئې مخ پټي کسان انتقال کړي دي. د افغانستان پارلمان يوه کمېسيون ادعا کړې وه چي يوه ايراني شرکت په آريانا الوتکو کي عراق او سوريې ته مخ پټي کسان انتقال کړي

https://p.dw.com/p/1FdbB
انځور: AP

د افغانستان په پارلمان کي د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون چي پر دغو دوو سکتورونو باندي د څار او ارزوني دنده پرغاړه لري، د يکشنبې په ورځ د ترانسپورت د وزير او آريانا شرکت د سهم لرونکو په حضور کي پر آريانا شرکت باندي سخت تورونه ولگول.

د دغه کمېسيون رئيس قيس حسن وويل چي د آريانا افغان هوايي شرکت د بهرنيو الوتنو قرارداد د ايران «ماهان هوايي شکرت» ته ورکړل سوی او دغه ايراني شرکت له تهران او مشهد څخه سوريې او عراق ته د آريانا په الوتکو کي «مخ پټي کسان» لېږدوي.

د افغانستان په پارلمان کي د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون مرستيال محمد فرهاد صديقي وويل چي دوی داسي کره اسناد په لاس کي لري چي د افغانستان له الوتکو او پيلوټانو څخه ناوړه گټه اخيستل کيږي: «زموږ د کمېسيون د څار او هغو اسنادو له مخي چي موږ ته په لاس راغلي، دا ښيي چي دغه قرارداد غير قانوني دئ او دا د آريانا شرکت مرستيال او د ترانسپورت وزير هم تائيدوي چي قرارداد غير قانوني دئ.»

هغه زياته کړه چي د آريانا ځينو پيلوټانو دوی ته مراجعه کړې ده او ويلي ئې دي چي دوی اجازه نه لري چي خبر سي چي په پرواز کي چي سوريې او عراق ته کيږي څه ډول کسان او څه شی انتقاليږي: «خپله پيلوټانو او د الوتکو کارکوونکو دغه موضوع افشا کړې چي په دغو الوتکو کي چي مسافر لېږدول کيږي موږ ته معلوم نه دي چي څوک دي.»

د افغانستان د ترانسپورت وزير محمد الله بتاش، ويلي دي چي د پارلمان د دغه کمېسيون د ادعا د سپيناوي له پاره ئې د افغانستان د ملي امنيت ادارې څخه غوښتي دي چي د آريانا هوايي شرکت په اړه پلټني وکړي.

خو د آريانا افغان هوايي شرکت اداري مسئول محمد عمر مستور، د دوشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي هيڅ داسي اسناد نسته چي وښيي د آريانا افغان هوايي شرکت په الوتکو کي دي عراق او سوريې ته مخ پټي کسان لېږدول سوي وي.

هغه ويلي دي هيڅ پرواز د مسافرانو بې ليسته او نومونو او پاسپورت له کنترول پرته نه ترسره کيږي. هغه زياته کړه: «زه نه پوهيږم چي دا څوک دي چي غواړي آريانا هوايي شرکت ته سدمه ور ورسوي.»