WEBVTT 1 00:00:01.200 --> 00:00:07.567 دا په پېښور پوهنتون کې د چین څېړنیز مرکز دی، چې رېښې یې د دواړو هیوادونو 2 00:00:07.598 --> 00:00:11.430 ترمنځ دوستۍ او اقتصادي راهدارۍ ته رسېږي. 3 00:00:11.430 --> 00:00:21.659 دلته اوس مهال د چيني ژبې زده کړه ورښوول کېږي خو اصل هدف یې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته لا زیات وده ورکول دي. 4 00:00:21.659 --> 00:00:32.518 ددغه مرکز مشره وايي، یاد مرکز هم د سي پیک له برکته جوړ شوی او ګټې یې ځايي لوستونکو له ۲۰۱۷م عیسوي کاله ورسېږي. 5 00:00:32.518 --> 00:00:39.185 دا وايي، د سي پيک پروژې له لارې سړکونه یا لویې لارې بشپړه شوې دي او د 6 00:00:39.185 --> 00:00:44.348 دواړو هیوادونو وګړي له دې لویو لارو څخه ګټې اخیستل پېل کړي دي. 7 00:00:44.946 --> 00:00:50.310 په پېل کې ویل کېده، چې دا به یواځې سیخه لاره وي، او هغه به په دې خیبر 8 00:00:50.310 --> 00:00:59.438 پښتونخوا باند‌ي تېرېږي، لږ به په کوټه تېرېږي او بیا به دا کراچۍ ته رسېږي.‌هغې ته مونږ غربي سړک ویل. 9 00:00:59.438 --> 00:01:07.969 بیا هغې نه پس مشرقي لاره مطلب پنجاب پکښې شامل شو او بیا مرکزي لاره او ورسره نور ښارونو پکښې شامل شوو. 10 00:01:08.000 --> 00:01:10.100 نو اوس درې واړه لارې ګوادر ته ځي. 11 00:01:10.100 --> 00:01:13.097 درې واړه لارې بشپړه دي او پرې مکمل ټرېفک هم روان دی. 12 00:01:13.097 --> 00:01:19.694 که څه هم د ټرکونو زیاتوالی چې د سي پيک بنیادي هدف دی، هغسې لا نه دي 13 00:01:19.694 --> 00:01:26.292 شروع، خو زموږ خلک او د هغوی خلک له دې بشپړه ګټې ترلاسه کوي. 14 00:01:27.023 --> 00:01:32.523 چین چې په پاکستان کې یې د شاوخوا شپېته ملیارده ډالرو پروژه روانه ده، 15 00:01:32.523 --> 00:01:36.854 ناامنۍ او ترهګرۍ یې په دې پروژو کار سخت ځپلی دی. 16 00:01:38.084 --> 00:01:43.985 د روان کال په اکتوبر میاشت په کراچۍ کې دوه چينايي وګړي د بلوڅ بېلتون پالو 17 00:01:43.985 --> 00:01:49.115 په برید کې ووژل شو او په مارچ میاشت کې بیا دپښتونخوا په بشام سیمه کې په 18 00:01:49.246 --> 00:01:53.579 یوه ځانمرګي برید کې پنځه چينايي وګړي وژل شوي وو. 19 00:01:53.877 --> 00:01:59.810 ځينو رسنیو تردې بریدونو وروسته داسې راپورونه هم ورکړل چې چین پاکستان ته 20 00:01:59.810 --> 00:02:06.138 ویلي، ؛ د دوی لپاره دا د زغم وړ نه ده، ‌چې په شپږو میاشتو کې دي دوه ځله هدف شي. 21 00:02:07.502 --> 00:02:13.136 خو ځينې کارپوهان بیا وايي، د چین پاکستان اقتصادي راهداري اوږدمهاله 22 00:02:13.136 --> 00:02:17.133 پروژه ده او ګټې به یې هم لا نور وخت واخلي. 23 00:02:17.133 --> 00:02:23.663 د راهدارۍ مطلب دی چې هغه یو بېلټ دی، یوه رابطه ده او هغه اوږده موده 24 00:02:23.663 --> 00:02:25.028 وروسته پرمختګ کوي. 25 00:02:25.028 --> 00:02:31.692 او هغه یواځې د دوو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ښه والي لپاره نه وي، 26 00:02:31.692 --> 00:02:33.389 بلکې د سیمې ترمنځ وي. 27 00:02:33.389 --> 00:02:41.385 زما په فکر له دې څخه دومره زیات غیر حقیقي توقعات ساتل هغه زمونږ خپله غلطي ده. 28 00:02:41.385 --> 00:02:44.215 ځکه چې دا اوږدمهاله پروژه ده. 29 00:02:44.246 --> 00:02:53.779 دا سیمه ده چې تاسو دا په ټاکلي وختونو ووېښئ او هغه دوی ایښی وو چې درې مرحلې 30 00:02:53.779 --> 00:03:00.808 به وي، ‌یو به په ۲۰۲۰ کې، دویمه به ۲۰۲۵ کې او درېیمه هغه به یې تر ۲۰۳۰م ها خوا وي. 31 00:03:01.305 --> 00:03:06.705 په پاکستان کې ډېر وګړي په دې باور دي چې د چین او پاکستان ترمنځ دغه راهداري 32 00:03:06.705 --> 00:03:13.935 د دوو لویو قوتونو امریکا او چین ترمنځ د سیالۍ لوبغالی جوړ شوی، چې امریکا یې 33 00:03:13.967 --> 00:03:17.233 په هیڅ قیمت بشپړېدو ته نه پرېږدي. 34 00:03:18.898 --> 00:03:21.364 زه دې ته جنګ نه وایمه، ځکه دې کې بهتري ده. 35 00:03:22.062 --> 00:03:32.329 او که دا سپر پاورز چې امریکا له وړاندې ده او چین اوس جوړېږي، دا اوبه 36 00:03:32.329 --> 00:03:37.358 یا سمندرونه کنټرول کول دا وړوکې خبره نه ده. 37 00:03:37.358 --> 00:03:42.123 په دې اوبو کې ټول کارونه کنټرول کول او ټول سمندرونه کنټرول کول او دا ټولې 38 00:03:42.123 --> 00:03:45.887 سوداګریزې لارې کنټرول کول، دا یوه ډېره لویه ذمه واري ده. 39 00:03:45.952 --> 00:03:50.685 دا ذمه واري اوس په امریکا ده چې هغه زبرځواک دی. 40 00:03:50.748 --> 00:03:57.915 بیا به شاید یو بل وخت کې دا ذمه واري به د بل ځبرځواک وي. 41 00:03:57.979 --> 00:04:04.179 ددې مطلب دا دی چې څه غلط ونه شي او یا بیا یو په بل نظر ساتل دي. 42 00:04:04.210 --> 00:04:10.844 چین او پاکستان دواړه څنګلوري هیوادونه دي او دواړه د دوی ترمنځ اړیکو ته تر 43 00:04:10.844 --> 00:04:17.341 شاتو زیات د خوږو او تر سمندر د ژورې ملګرتیا نوم ورکوي. 44 00:04:17.341 --> 00:04:24.305 خو دواړه په سي پيک پروژه کې روانې ناامنۍ هغه څنډې ته راوستي، چې لږ نوره 45 00:04:24.305 --> 00:04:28.869 ناامني هم دې اړیکو ته سخت ټکان رسولی شي.