WEBVTT 1 00:00:01.767 --> 00:00:06.398 په بل مخ اړول شوې څوکۍ، له نجونو خالي ټولګي او نامنظم ماحول... 2 00:00:06.432 --> 00:00:11.796 په افغانستان کې له پوهنتونونو وروسته د روغتیايي انستیتیوتونو حال؛ هغه 3 00:00:11.796 --> 00:00:17.195 مرکزونه چې د ټولو هیلې ورپورې تړلې وې؛ که ګوندې وي چې له زده کړو راګرځول 4 00:00:17.195 --> 00:00:22.626 شوې نجونې به همدلته زده کړې او بیا وروسته د افغان ښځو خدمت وکړي؛ خو 5 00:00:22.626 --> 00:00:26.191 طالبانو دلته هم د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. 6 00:00:26.191 --> 00:00:30.056 کله چې طبي پوهنتون وتړل شو؛ زه د اتم سمستر زده کړیاله وم. 7 00:00:30.056 --> 00:00:35.954 موږ له طبي پوهنتون محروم شوي وو؛ خو هیله مو لرله چې قابلګي ووایو او له دې 8 00:00:36.388 --> 00:00:37.388 لارې خپل هېواد ته خدمت وکړو. 9 00:00:37.388 --> 00:00:42.253 خو اوس چې روغتیايي مرکزونه هم بند شول، زموږ ټولې هیلې ټولې مې شوې ددې سره. 10 00:00:42.253 --> 00:00:46.915 له زده کړو دا راګرځول شوې محصله وايي، په داسې حال کې چې افغانستان ښځینه 11 00:00:46.915 --> 00:00:53.016 ډاکټرانو او قابله‌ګانو ته شدیده اړتیا لري، بیا هم د دوی پر زده کړو بندیز وضع شوی دی. 12 00:00:53.016 --> 00:00:58.845 وايي، د طالبانو ادارې په دې کار سره به ښځې له سختو ستونزو سره مخ شي. 13 00:00:58.845 --> 00:01:07.109 په افغانستان د نورو هېوادونو پرتله سل په سلو کې ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري. 14 00:01:07.109 --> 00:01:11.309 ځکه زموږ په لیرې پرتلو کلیو کې هېڅ ښځینه ډاکټرانې نه شته. 15 00:01:11.741 --> 00:01:14.671 زموږ خویندې میندې له ستونزو سره مخ دي. 16 00:01:14.805 --> 00:01:25.370 هغوی چې سقط جنین لري، لامل یې هم د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی دی. تر څو یې چې روغتون ته راولو 17 00:01:25.370 --> 00:01:30.837 که چېرې قابله‌ګانې فارغې شوې وای، د مور او ماشوم د مړینې کچه کې به 18 00:01:31.135 --> 00:01:32.768 کموالی راغلی وای. هم د میندو هم د ماشومانو 19 00:01:34.300 --> 00:01:39.696 د پوهنتونونو او له شپږم پورته ښوونځیو له تړلو وروسته روغتیايي مرکزونه د هغو 20 00:01:39.696 --> 00:01:44.296 نجونو له پاره یواځینۍ هیله وه، چې غوښتل یې افغانستان کې زده کړې وکړي؛ 21 00:01:44.296 --> 00:01:48.824 خو اوس په ټول هیواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو په بشپړ ډول 22 00:01:48.824 --> 00:01:52.558 بندیز لګول شوی او ښځینه استادانې هم بې روزګاره شوي دي. 23 00:01:52.558 --> 00:01:58.054 یوه بده خاطره به هم موږ ته بله پاتې شي که چیرې دغه صحي انستیتیوتونو وتړل شي 24 00:01:58.054 --> 00:02:04.788 موږ خپلې لویې هیلې له لاسه ورکړې وې، دا موږ ته یواځینۍ کوچنۍ هیله پاتې وه، 25 00:02:05.054 --> 00:02:07.321 چې په بندولو سره یې زموږ دا امیدونه هم له منځه ولاړل له بدو خاطرو پرته 26 00:02:07.321 --> 00:02:08.684 موږ ته بل څه پاتې نه شول. زموږ حالت به هم خراب شي. 27 00:02:08.684 --> 00:02:09.684 28 00:02:09.684 --> 00:02:13.951 پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې حکومت پر 29 00:02:13.951 --> 00:02:19.416 نورو بندیزونو سربېره د نجونو پر متوسطه او لوړو زده کړو بندیز ولګاوه. 30 00:02:19.416 --> 00:02:23.544 که څه هم طالبان وخت ناوخت دغه بندیزونه تر امر ثاني ګڼي؛ خو ځینې 31 00:02:23.612 --> 00:02:27.012 طالب ملاتړي په رسنیزو بحثونو کې په ټینګار سره وايي، طالبان به په 32 00:02:27.012 --> 00:02:31.211 افغانستان کې د نجونو زده کړو ته هېڅکله اجازه ور نه کړي. 33 00:02:31.211 --> 00:02:35.875 د طالبانو د روغتیا په وزارت کې د یوې سرچینې په حواله، په افغانستان کې په 34 00:02:35.875 --> 00:02:42.105 ۱۰ دولتي او له ۱۵۰ په ډیرو خصوصي انستیتیوتونو کې شاوخوا ۳۵ زره ښځینه 35 00:02:42.105 --> 00:02:47.505 محصلینې په زده کړو بوختې وي چې د دوو کلونو په موده کې د قابله ګانو، د 36 00:02:47.505 --> 00:02:53.435 غاښونو د ډاکټرانو او همدا راز د لابراتورانونو د تخنیکي کارمندانو په توګه فارغیدلې. 37 00:02:53.435 --> 00:02:54.435