WEBVTT 1 00:00:05.300 --> 00:00:07.263 پروسس شوي او له غوړه ډک خواړه... 2 00:00:08.063 --> 00:00:09.996 د ژوندانه غیر صحي طرز... 3 00:00:10.763 --> 00:00:12.195 فزیکي او رواني فشار... 4 00:00:12.395 --> 00:00:14.028 ګړندی ښاري ژوند... 5 00:00:14.159 --> 00:00:19.126 دا یوازې څو هغه فکتورونه دي چې په پاکستان کې د شکرې د ناروغۍ پيښو په زیاتیدو کې ونډه لري. 6 00:00:22.456 --> 00:00:25.156 په عمومي ډول د ورزش کلتور هیڅ نه شته. 7 00:00:25.422 --> 00:00:29.921 که هغه غریب دی، که د متوسط قشر او که بډای دی؛ د هغوی لومړۍ جمله دا وي چې 8 00:00:30.354 --> 00:00:33.854 ډاکټر صیب له موږ سره د ورزش کولو له پاره وخت نه شته. 9 00:00:35.188 --> 00:00:39.654 په پاکستان کې لږ تر لږه ۳۳ میلیونه کسان د شکرې په ناروغۍ اخته دي، چې د 10 00:00:39.888 --> 00:00:46.821 دیابېت د نړیوال فیدراسیون په وینا په نړیواله کچه په يوه هېواد کې د شکرې د مواردو دریم لوی شمیر دی. 11 00:00:49.579 --> 00:00:53.046 د شکرې د ناروغۍ له کبله زما پښتورګو ته زیان ورسید. 12 00:00:53.211 --> 00:00:54.911 بیا مې هغه عملیات کړل. 13 00:00:55.109 --> 00:01:01.209 په دید کې راته هم ستونزه پیدا شوه، بیا مې لینزونه واچول او د وینې فشار هم تل لوړ وي. 14 00:01:09.172 --> 00:01:14.368 ډیر زیات جنک فوډ زیات کالوري، غوړ او خواږه لرونکي خواړه به مې خوړل او ډیرې خوږې اوبه مې څښلې. 15 00:01:15.334 --> 00:01:16.768 زه په دې برخه کې ډیر بې پروا وم. 16 00:01:20.833 --> 00:01:25.867 د پټېل په شان په دیابېت اخته کسان په وینه کې د شکرې کچه بايد تر کنترول لاندې ولري. 17 00:01:26.263 --> 00:01:30.063 سټریس یا عصبي فشار هم په دغه کچه باندې منفي اغیز کولی شي. 18 00:01:30.628 --> 00:01:35.694 خو په پاکستان کې د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره د سټریس اداره کولو ستونزمن کار دی. 19 00:01:43.158 --> 00:01:47.625 نن سبا چې کوم حالات دي په هغې کې یو وظیفه لرونکی کس په سخته ځان ساتلی شي. 20 00:01:47.721 --> 00:01:49.888 خپل خواړه وخوري که خپله ناروغي کنترول کړي. 21 00:01:50.154 --> 00:01:53.919 نن سبا دارو درمل څومره قیمته دي دي. د ماشومانو تعلیم څومره ګران دی. 22 00:01:54.217 --> 00:01:59.251 که چیرې سړی د ماشوم د ښوونځي فیس د ادا کولو جوګه نه وي نو ذهني فشار خو به بیا راځي 23 00:01:59.584 --> 00:02:03.784 او دا چاره زما پر شکرې هم ډیر اغیز کوي. 24 00:02:08.180 --> 00:02:12.214 داسې اټکل هم کیږي چې شا او خوا اته تر نهه میلیونه پېښې هیڅ تشخیص شوې نه دي. 25 00:02:13.380 --> 00:02:19.542 پر دې سربیره د شکرې د مخنیوي او یا هم کنترول له پاره خلک له عامه پوهاوي بې برخې پاتې دي. 26 00:02:20.942 --> 00:02:25.209 سړی بايد په دې وپوهيږي چې د کومو عواملو له مخې سړی په شکرې اخته کیږي. 27 00:02:26.375 --> 00:02:31.337 که پر دې پوهه اوسو نو بیا یې ښايي مخنیوی وکړی شو، او که خبر پرې نه یو 28 00:02:31.537 --> 00:02:33.270 نو څرنګه یې مخنیوی کولی شو؟