WEBVTT 1 00:00:04.367 --> 00:00:09.567 د کرېکټ د دې لوبې په بهانه، د جرمني فرانکفورت ښار ته د دې له پاره راغلې 2 00:00:09.567 --> 00:00:14.183 یم، چې له افغانانو واورم چې وروستیو ځینو جنایي پیښو چې د افغانانو نوم پکې 3 00:00:14.183 --> 00:00:21.733 ښکیل دی د دوی په ژوند او روزګار څه اغیز کړی او د دوی په منځ کې کوم کسان ډیر اندیښمن دي. 4 00:00:22.275 --> 00:00:29.508 چمتووالی، هڅه او بریالی ګام 5 00:00:29.508 --> 00:00:36.258 منظور ۷ میاشتې مخکې په ناقانونه لارو المان ته راورسېد. تر دې دمه یې د پناه غوښتنې مرکه نه ده شوې. 6 00:00:36.258 --> 00:00:40.633 د افغانانو په اړه وروستیو راپورته شویو ناندریو اندیښمن کړی. 7 00:00:40.875 --> 00:00:55.158 والله چې موږ د شپې ویده کیږو تشویش لرو چې دا انټرویو سمه ورکړو او اسناد واخلو. هلیه مې له افغانانو دا ده چې دلته راځي غلط کار ونه کړي او په خوشحالۍ ژوند دلته تیر کړي. 8 00:00:55.358 --> 00:01:04.800 له منظور سره لوبډله کې ځیني نور لوبغاړي بیا وایي د منهایم له پیښې حس کوي چې په کار ځای او خپلې سیمه کې سم چلن ورسره نه کیږي. 9 00:01:04.800 --> 00:01:10.242 مثلا چې چیرې ولاړ شې خامخا د یوه کار له پاره یا یوه دوکان ته ولاړ شې نو دا خبره کیږي. 10 00:01:10.242 --> 00:01:15.258 یو څوک که پوښتنه وکړي چې د کوم ځای یې او ورته ووایې چې افغان یم نو یا ټنډه ترشوي یا یو بل ډول غبرګون ښيې. 11 00:01:15.258 --> 00:01:29.733 ته پرې پوهیږې چې د منهایم او یو څو نورو مسلو نه وروسته په دې خلکو د افغانانو دا خبره بده لګیږي. افغانان پرې دومره ښه نه لګیږي. 12 00:01:38.050 --> 00:01:58.750 داسې ده، چې پنځه ګوتې یو رقم نه دي.ښه خلک هم شته او بد خلک هم شته په دنیا کې.که یو څوک د هېواد د بدنامۍ له پاره غلط کار کوي، نو دې کې د ټولو افغانانو رنګه بدېږي. باید هغه کس ته سزا ورکول شي. دلته خو قانون شته. 13 00:01:58.950 --> 00:02:05.617 دې کې بیا افغانان داسې احساس کوي، چې والله یو کس غلط کار کوي، نو زموږ د ټولو رنګه ورسره بدېږي، نو په دې باندې انسان لږ خفه کېږي. 14 00:02:05.617 --> 00:02:19.633 اوس زه خپله خبره کوم، ما چې دا دومره خدمت کړی د سپورټ په برخه کې او زما خپل بزنس دی، ټکس ورکوو خپل کار کوو او چا نه څه نه غواړو، زه هم یو افغان 15 00:02:20.500 --> 00:02:25.867 یم، دوی ما کومه کټګورۍ کې حسابوي، دا خو ټول افغانان یوه کټګورۍ کې اچول نه دي پکار. 16 00:02:30.233 --> 00:02:39.525 تر دې دمه مې چې له کومو افغانانانو سره خبرې وکړې هغوئ یا نوي راغلي وه یا یو څو کاله کیدل چې دلته ژوند کوي. دوئ خپلې اندیښنې راسره شریکې کړې. 17 00:02:39.958 --> 00:02:44.325 خو پوښتنه دا ده، هغه کورنۍ چې دلته لسیزې کیږي ژوند کوي، هغوئ د دې مسایلو په اړه څه فکر کوي؟ 18 00:02:44.325 --> 00:02:53.058 له فرانکفورته د ماینز ښار ته د همداسې یوې کورنۍ لیدو ته ځم. چې دلته ژوند کوي او اولادونه یې دلته زېږېدلي. 19 00:02:56.892 --> 00:03:04.858 د کاملې او هارون له ژونده په آلمان کې درې لسیزې اوړي. د کډوالۍ د ژوند د سختیو او کړاونو کیسې او تجربې یې ډیرې دي. 20 00:03:05.700 --> 00:03:10.433 د شپږو اولادونو دغه مور وایي وروستیو پیښو یې د لوڼو پر ژوند ډیر اغیز کړی. 21 00:03:10.942 --> 00:03:18.342 مخکې به یې مکتب او سبق سره ډېر شوق وو، هغې کې به بند و. اوس د مکتب هغه شوق لاړ. 22 00:03:18.342 --> 00:03:28.192 اوس د دوی ویره ده، دوی وايي که موږ له چا سره دونه نوکې یو خشکه یا جنګ ورسره وکړو، دوی موږ ته وايي چې ته افغان یي. 23 00:03:28.308 --> 00:03:34.650 یو دوه ترکانې دي، جنګونه کوي، ترکۍ هم ورته وايي، چې ته افغانه یي. مطلب دا یو جنګ چې شوی دی. 24 00:03:35.492 --> 00:03:44.125 ابله ورځ زه پارک ته تللې وم، ماته خپله یوې پاکستانۍ ښځې وویل چې ستاسې افغانانو خپل وطندغسې شو همدلته دغسې شوئ. 25 00:03:44.283 --> 00:03:46.833 هارون کلونه کیږي چې ټکسي چلوي. 26 00:03:46.906 --> 00:03:54.760 د یوه نفر له لاسه د ټولو افغانانو ژوند بدبخته شوی دی. 27 00:03:54.938 --> 00:03:58.029 وايي وروستیو پېښو او چلندونو حیران کړی. 28 00:03:58.475 --> 00:04:08.483 زما په شخصي ژوند یې منفي تاثیر کړی. ځکه موږ پخوا په دلاورۍ چاته ویلي، چې موږ افغانان یو اوس زړه نازړه یم، ورته ووایم چې زه افغان یم که ورته ونه وایم. 29 00:04:08.483 --> 00:04:18.992 ځکه دا خلک چې موږ په ټکسي کې راپورته کوو اکثریت د شپې نشه وي. د دوی کینه او د نشې په وخت کې احساستي کېږي. 30 00:04:18.992 --> 00:04:23.416 ځکه هره ګړۍ یې په راډیوګانو کې اوري، هره ګړۍ یې خبرونو کې اوري، چې یوه 31 00:04:23.758 --> 00:04:33.092 افغان داسې کار کړی، افغان مهاجر دلته راغلی دی هغه دغه کار کړی دی. واقعآ موږ په ډار کې یو، په ویره کې یو، چې دوی ته څه رقم ځواب ورکړو. 32 00:04:33.558 --> 00:04:43.517 همدا اوس د جرمني د راینلد فالتڅ ایالت په مرکز ماینز ښار کې یم. یوازې پر همدې سړک د افغانانوشپږ دوکانونه دي چې پکې بیلابیل شیان او توکي خرڅوي. 33 00:04:43.517 --> 00:04:51.758 له دوی وپوښتو چې د هغو مسایلو په اړه چې په وروستیو کې د افغانانو په تړاو په رسنیو کې مطرح کیږي، څومره اندیښمن دي. 34 00:04:51.775 --> 00:04:58.650 نصرت الله ۱۴ کاله مخکې آلمان کې د کډوالۍ ژوند پیل کړ. دا دوکان یې په ۲۰۱۴ کال کې جوړ کړی. 35 00:04:58.650 --> 00:05:05.925 دی وایي د ده په څیر ډير افغانان اوس په آلمان کې په ځان بسیا دي او د دې ټولنې یوه برخه شوي. 36 00:05:06.342 --> 00:05:10.117 نصرت الله هم د ډیرو نورو افغانانو په څیر د وروستیو غبرګونونو پایلې سمې نه ګڼي. 37 00:05:10.625 --> 00:05:16.892 څوک چې مثال کار کوي، کارو ته ځي، خپل مکتب ته ځي یا پوهنتونونو ته ځي، خپل 38 00:05:17.125 --> 00:05:25.317 درس وايي، خو دا چې په تلوېزیونونو کې راځي خلک یو بل نوم ورکوي، دا بیا ډېر منفي اثرات لري. 39 00:05:25.383 --> 00:05:36.400 ځکه هغوی چې پوهنتون کې دي، په پوهنتونو کې خلک وآيي، چې تاسې افغانان یئ، دغسې کار مو کړی، هغه یو افغان دغسې کار کړی، ټول افغانستان خو نه دی کړی. 40 00:05:36.400 --> 00:05:47.817 یا مثال په طور موږ دلته دوکان کې کار کوو، یو څو کسان راځي، چې تاسې افغانانو دغسې کار کړی، یا تاسې دغسې کار ولې کړی. 41 00:05:48.525 --> 00:05:53.067 په آلمان کې څو جنایي پیښو، چې د افغانانو نوم پکې ښکیل دی ډیرو ته ټکان ورکړی. 42 00:05:53.175 --> 00:05:58.275 آن د حکومت او ګوندونو نظرونه یې وویشل، ځیني په همدې مسله کې چې وایي 43 00:05:58.750 --> 00:06:02.650 تورن او مجرم افغانان دې بیرته ولیږل شي له طالبانو سره د تعامل خبره کوي، 44 00:06:03.125 --> 00:06:08.833 ځیني نور بیا غواړي چې دریمو هیوادونو ته دې ولیږدول شي 45 00:06:08.908 --> 00:06:16.675 تر دې دمه روښانه پریکړه نه ده شوې خو په ټوله کې د افغانانو تر منځ دا پوښتنه راپیدا کړې، چې راتلونکې به یې څنګه کېږي.