WEBVTT 1 00:00:02.667 --> 00:00:10.464 پر خواله رسنیو د اوکرایني پوځ بریدونو کې د روسیې د ټانکونو د ویشتلو او د له منځه وړلو دا ډول صحنې مخې ته راځي. 2 00:00:10.464 --> 00:00:16.895 اوکراین د دا ډول بریدونو له پاره ډرون الوتکې، ماینونه او د ټانګ ضد توغندي کاروي. 3 00:00:16.895 --> 00:00:22.127 د شنونکو په باور، روسیې سره د موجودو درې زرو ټانکونو له جملې ۲۶۰۰ یې د 4 00:00:22.159 --> 00:00:32.723 اوکراین جګړې کې له منځه تللي، مانا دا، چې ښايي اوس د روسیې د ټانکونو شمېر له زرګونو سلګونو ته راکم شوی دی. 5 00:00:34.590 --> 00:00:41.519 خو حقیقت دا دی، چې روسیه زرګونه نور ټانکونه هم لري، چې په پنځوسمې او شپېتمې لسیزې پورې اړه لري. 6 00:00:41.519 --> 00:00:47.551 دا په سایبریا کې د روسیې له لوري د ساتل شویو ټانکونو د سټلایټ انځورونه دي. 7 00:00:47.551 --> 00:00:50.550 دلته شته سلګونه ټانکونه اوس ورک دي. 8 00:00:50.682 --> 00:00:57.714 روسیې د څو لسیزو پخواني ټانکونه ترمیم کړي او د جګړې له پاره یې اوکراین ته استوي. 9 00:00:57.714 --> 00:01:05.178 روسیې ویلي، چې د ټانکونو تولید یې چټک کړی او دا مهال په څو کارخونو کې د نویو ټانکونو پر جوړولو کار روان دی. 10 00:01:05.178 --> 00:01:11.041 دا شمېرې د اټکلونو پر بنسټ دي؛ خو روسیه هرو مرو د اوکراین جګړې اغېزمنه کړې ده. 11 00:01:12.940 --> 00:01:18.040 راځئ ووینو، چې دا زیانونه د روسیې جګړه‌ییزه وړتیا څنګه اغېزمنولی شي. 12 00:01:18.040 --> 00:01:23.038 که چېرې ټانکونه کم شي، اوکراین کې به د روسي پوځ پرمختګ هم اغېزمن شي. 13 00:01:23.038 --> 00:01:29.169 په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل مخکې روسیې شاوخوا ۳زره 14 00:01:29.235 --> 00:01:34.901 ټانکونه درلودل، او که فرض کړو چې د روسیې ۲۶۰۰ ټانکونه په دغې جګړې کې 15 00:01:34.901 --> 00:01:37.200 ویجاړ شوي نو یوازې څلور سوه ورپاتې دي. 16 00:01:37.200 --> 00:01:42.765 له پاتې شویو څلور سوه ټانکونو سره پنځلس سوه نور نوي جوړ شوي ور زیات شوي 17 00:01:42.797 --> 00:01:50.564 نو په دې ترتیب روسیې سره تر ۲۰۲۴ کال مې میاشتې پورې ۱۹۰۰ ټانکونه ور پاتې. 18 00:01:50.795 --> 00:01:52.295 دا شمېرې خپله روسیې خپرې کړي. 19 00:01:53.460 --> 00:01:58.827 که څه هم د روسیې د ټانکونو شمېر کم شوی؛ خو دا بیا هم د اوکراین د جګړې له پاره بسنه کوي. 20 00:01:58.827 --> 00:02:05.590 د ځینو شنونکو په اند، روسیه د خپلو اټکلونو خلاف اوس په ندرت سره د نویو ټانکونو په جوړولو بوخته ده. 21 00:02:05.690 --> 00:02:10.621 ښايي په کوم شمېر چې د روسیې ټانکونه ویجاړېږي، هغومره به نه جوړوي. 22 00:02:10.621 --> 00:02:15.953 که چېرې په مجموعي ډول هره میاشت د روسیې ۶۰ ټانکونه له منځه ولاړ شي، دا 23 00:02:15.953 --> 00:02:19.918 به په راتلونکي کې د روسیې د ټانکونو پر ذخیرې څومره اغېز وکړي؟ 24 00:02:19.918 --> 00:02:26.683 فرض کړئ، اوس مهال روسیه ۲۴۰۰ ټانکونه لري او له دې جملې یې هره میاشت شپېته 25 00:02:26.683 --> 00:02:31.548 ویجاړېږي، نو راتلونکو دوو کلونو کې به دا شمېر ۱۰۰۰ ته ښکته شي. 26 00:02:31.548 --> 00:02:36.547 له همدې امله به اوکراین کې د روسیې نظامي مخکې‌تګ به اغېزمن شي. 27 00:02:36.547 --> 00:02:41.478 که جګړه لا پسې ګرمه شي او د اوکراین پوځ د لویدیځ په نویو او مدرنو وسلو د 28 00:02:41.578 --> 00:02:47.245 روسیې ټانکونه له منځه یوسي او یا د نویو ټانکونو جوړولو په اړه د روسیې 29 00:02:47.245 --> 00:02:52.609 ادعاوې ناسمې وي، نو د روسیې په ذخیره شویو ټانکونو کې به ډېر ژر کمی راشي. 30 00:02:52.840 --> 00:02:56.440 دا ټانکونه پخواني ښکاري؛ خو د دښمن د هر لومړي صف د ماتولو له 31 00:02:57.272 --> 00:02:57.872 پاره بسنه کوي. 32 00:02:58.438 --> 00:03:03.938 که چېرې روسیه په ځینو جبهو کې ماتې وخوري، د ډېر نظامي پرمختګ پر ځای باید 33 00:03:03.938 --> 00:03:08.802 په لومړي خط کې خپله دفاع پیاوړې کړي، هغه سیمې چې اوس د دوی په ولکه کې دي. 34 00:03:08.802 --> 00:03:11.569 او دا حالت جګړه لاپسې اوږدوي.