WEBVTT 1 00:00:00.267 --> 00:00:10.767 سترګې ېې راواړولې بېرته مې پرېښود. بیا خلکو موټر ته پورته کړ وې وړ، ماښام وو چې راغلل ويل شهید سو 2 00:00:13.033 --> 00:00:22.511 د غزني ولایت اوسېدونکې مېرمن شاوو همدا تېره میاشت خپل ۱۴ کلن زوی جاوید د موندل شوې زړې ګولۍ په چاودنه کې له لاسه ورکړ. 3 00:00:22.878 --> 00:00:30.033 دلته موږ کور ناست ولو، هلک راغی اوبه یې راوړې، کراچۍ ېې وردوله اوبه ېې اوه ته ودرولې. 4 00:00:30.089 --> 00:00:40.700 په وره کې راته ولاړ وو، د بل هلک سره وعده وو باندې ووت. دلته نژدې وتلی وو چې درز شو. 5 00:00:41.033 --> 00:00:45.033 چې درز سو موږ هم ورمنډه کړه ورووتم. چې ورغلم 6 00:00:48.232 --> 00:00:55.267 دغې چاودنې د سخي په نوم د جاويد د یوه ملګري چې هغه هم ۱۴ کلن وو ژوند واخیست. 7 00:00:55.322 --> 00:01:04.711 دا احمد سعيد دی. ده څو ورځې مخکې خپل ورور د چاودېدونکو موادو په چاودنه کې له لاسه ورکړ او خپله ټپي شو. 8 00:01:08.500 --> 00:01:18.400 خپه يم ورور پسې مې. موږ غواړو چې منطقه مو له ماینونو پاکه سي، زما ورور خو شهيد سو چې سبا ورځ نور مسلمانان شهیدان نشي. 9 00:01:21.133 --> 00:01:30.522 د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په افغانستان کې له پخوا پاتې ماینونو او ناچاودلو مهماتو یوازې د ۲۰۲۳م کال له پيل د روان کال تر 10 00:01:30.611 --> 00:01:37.489 اپریل میاشت پورې نژدې ۹۰۰ کسان وژلي او یا ټپيان کړي چې اکثریت ېې ماشومان دي. 11 00:01:37.489 --> 00:01:42.155 په ماشومانو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو ډېر پېښې په داسې حالاتو کې شوي چې 12 00:01:42.211 --> 00:01:48.333 ماشومانو چاودېدونکي مواد موندلي چې ورسره د لوبې کولو پر وخت پرې چاودلې دي. 13 00:01:53.889 --> 00:01:58.610 د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی دلیل له موندل شوو چاودېدونکو مواد سره لوبې کول دی. 14 00:01:58.610 --> 00:02:05.489 دغه توکي له جګړو پاتې دي چې کېدای شي وچوي او نباید هغه راوخیستل شي. بل دلیل ېې بې وزلي ده 15 00:02:05.489 --> 00:02:12.800 خلک پیسو ته اړتیا لري، له همدې کبله دوی د پيسوپيدا کولو له پاره ځانونه په خطر کې اچوي او یو شي رااخلي. 16 00:02:16.067 --> 00:02:28.633 دلته د غزني ولایت په ده قاضي کلي کې د «هلوترست» موسسې لخوا ماشومانو ته د ماینونو د خطرونو په هکله معلومات ورکول کیږي. 17 00:02:30.785 --> 00:02:35.085 د سيمې ماشومان وايي اوس خطرناکې ساحې پېژنې. 18 00:02:35.300 --> 00:02:40.722 په خطرناکو ځایونو او ساحو کې مثلا که هلته په آبي او سپين رنګونو رنګ 19 00:02:40.722 --> 00:02:47.377 کړې تيږي ايښي وي، موږ ېې هغه سپينې خوا ته ځو، د آبي تيږو ساحه خطرناکه وی هغې خوا ته نه ځو. 20 00:02:47.377 --> 00:02:51.500 د هلوترست ماین پاکونې موسسې کارکوونکي د غزني ولایت په قوچ قلا 21 00:02:51.500 --> 00:02:58.655 کلي کې ېې په ډېره سختۍ او زیار ېې ناچاودلي مواد کشف او شنډ کړي او اوس ورته چاودنه ورکوي. 22 00:03:00.766 --> 00:03:06.433 په افغانستان کې د ماین پاکولو پروسه آن په ۱۹۸۸م کال کې پیل شوه خو د 23 00:03:06.433 --> 00:03:12.709 لسیزو جګړو په جریان کې ساحې بېرته په ماینونو او ناچاودلو مهماتو ککړې شوي دي.