WEBVTT 1 00:00:02.467 --> 00:00:07.266 له پیړیو راهیسې راولپنډۍ د طبلې جوړولو مهم ځای ګڼل کیږي 2 00:00:07.652 --> 00:00:12.071 او له یوه نسل بل ته دغه مهارت په همدې ډول انتقالیږي. 3 00:00:13.190 --> 00:00:19.273 له اوه پښته څخه دا سلسله روانه ده. زموږ د کورنۍ زه څلورم نسل یم چې دا کار کوم. 4 00:00:19.515 --> 00:00:24.594 دا زموږ خانداني کار دی. له پلار و نیکه دا کار راپاته دی. 5 00:00:26.846 --> 00:00:30.279 حسین د موسیقۍ د مینه والو ځانګړي مشتریان لري چې تل ورته ورځي. 6 00:00:30.732 --> 00:00:37.984 هغوی د پخوانیو طبلو د ترمیم او یا هم د نویو طلبو د رانیولو له پاره د هغه دوکان ته ورځي. 7 00:00:38.570 --> 00:00:43.101 هر کله چې د طبلې د ترمیم کار وي، زه د بشارت او عرفان دوکان ته راځم. 8 00:00:44.055 --> 00:00:49.122 دوی ډیر ښه کار کوي او ښې طبلې جوړوي چې په سُر برابرې وي. 9 00:00:51.741 --> 00:00:57.774 طبله جوړول ډیر پیچلی کار دی او مهارت لرونکي کسان یې جوړوي. 10 00:00:58.559 --> 00:01:01.993 د دې لومړۍ مرحله دا ده چې چرم یې جوړیږي. 11 00:01:02.911 --> 00:01:08.296 کله چې چرم وچ شي هغه د یوې دایرې په شکل کې قیچي کیږي او بیا ګنډل کیږي. 12 00:01:16.550 --> 00:01:20.982 ۱۶ کوکه خوري او د هغې تر بشپړیدو وروسته پرې مساله لګوم. 13 00:01:21.502 --> 00:01:30.753 کله چې په مساله واچوم او بیا راته څوک کوم سُر وایي په هماغه سُر یې جوړوم. 14 00:01:36.984 --> 00:01:43.839 د هند په نیمه وچه کې طبله په دودیزې موسیقۍ کې ځانګړی ځای لري. 15 00:01:46.358 --> 00:01:52.091 پنجابیان د خپلو سندرو، غزلو او پاپ موزیک له پاره دا استعمالوي. 16 00:01:52.710 --> 00:01:59.296 سکان یې په خپلو درمسالانو کې د عیسویانو په څیر د عبادت له پاره کاروي. 17 00:02:00.486 --> 00:02:04.696 مشتریان د باکیفیته لاسي کار د موندلو په موخه دې دوکان ته ورځي.