1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۸۰۰ مهاجر مديترانې سمندرګې کې له مرګه ژغورل شوي دي

۱۳۹۶ بهمن ۸, یکشنبه

د ايتاليا ساحلي ساتونکو شاوخوا ۸۰۰ مهاجر په مديترانې سمندرګې کې ژغورلي دي. په ژغورل شويو کسانو کې ماشومان هم شته. د عملياتو پر مهال دوه جسدونه هم موندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2retV
Libysche Küste, Rettungsboot mit Flüchtlingen
انځور: Getty Images/A.Paduano

د ليبيا او ايتاليا ساحلي ځواکونو په مديترانې سمندرګې کې د ګډو عمليات پر مهال په پنځو کشتيو کې سپاره شاوخوا ۸۰۰ مهاجر له مرګ څخه ژغورلي دي. د ژغورل شويو په ډله کې اووه تنه ماشومان چې سږو يې اوبه اخيستې هم شمال دي چې په هيليکوپټرو کې د تونس هيواد يوه نژدې روغتون ته ليږدول شوي دي. د ژغورنې عملياتو په تړاو يوې خپرې شوې اعلاميه کې راغلي دي چې په دغو عملياتو کې د دوو مړو جسدونه هم موندل شوي دي. د مديترانې سمندرګی، اروپا پر لور د مهاجرتونو يوه ډيره خطرناکه لاره بلل کيږي. په وروستيو کلونو کې پر دغې لاره د منځني ختيځ او د افريقا سويلي صحرا هيوادونو په سلونو زره مهاجر اروپا ته د تلو پر وخت ژغورل شوي دي. تر ژغورنې وروسته دوي د ايتاليا سويل، اسپانيا او يونان ته ليږدول شوي دي.

مهاجر د عايداتي سرچينې په توګه

مهاجر د انساني قاچاقبرانو له پاره يوه ښه عايداتي سرچينه ده. دغه قاچاقبران له ليبيا څخه مهاجر په وړو او د ګڼې ګوڼې په ډکو کشتو کې سپروي او اروپا ته د رسولو په بدل کې ورڅخه په زرونو يورو ترلاسه کوي. د مهاجرت نړيوالې ادارې د آمارو له مخې، تيرکال په مديترانې سمندرګي کې ۳۱۱۶ تنه مهاجر يا په اوبو کې مړه او يا تري تم شوي دي. دغه شميره په ۲۰۱۸ کال کې چې لا تر اوسه يې يوه مياشت هم نده بشپړه شوې، ۲۰۶ تنو ته رسيدلې ده. د جنورۍ مياشتې له پيله راهيسې ۴۷۴۲ تنه مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته رسيدلي دي.

Libysche Küste, Flüchtling in Schwimmweste
د مديترانې سمندرګي په اوبو کې لاهو شوی مهاجرانځور: Getty Images/A.Paduano

په ۲۰۱۷ کال کې ورته مطالب:

د ايټاليا ساحلي ساتونکو ۵۰۰۰ مهاجر له ډوبيدو ژغورلي

د مديترانې له لارې مهاجرت د زياتیدو په حال کې دی

سږکال۱۷۰ زره مهاجر په کښتيو کې اروپا ته رسېدلي

د مهاجرت نړيوالې ادارې آمار همدا ډول ښيي چې په ۲۰۱۷م کال کې ۱۱۹ زره مهاجر په غيرقانوني توګه د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته داخل شوي دي. د مهاجرت مسئله د اکثرو اروپايي هيوادونو په سياسي ناستو کې د بحث يوه توده مسئله ګرځيدلې ده. په ځانګړې توګه په ايټاليا کې چې د مارچ په څلورمه عمومي انتخابات په مخ کې لري، د مهاجرت بحثونه ډير تاوده دي.

مهاجرو په شمير کې کموالی

د ايتاليا حاکم دموکرات ګوند، دغه هيواد ته د مهاجرو تر داخليدو څو کاله وروسته ويلي دي چې د مهاجرت کړکيچ يې مديریت کړی دی. حاکم ګوند وايي چې د جولای مياشتې راهيسې له ليبيا څخه ايتاليا ته د داخل شويو مهاجرو په شمير کې کموالی رامنځ ته شوی دی.

ايټاليا د تيرکال په فبرورۍ مياشت کې د انساني قاچاقبرانو پر وړ اندې د مبارزې په موخه، د ليبيا ساحلي ځواکونو د ځواکمنيدو او هغو ته د روزنې په اړه موافقه وکړه. په ايټاليا کې د مهاجرو په شمير کې کموالی هم د همدې موافقي په پایله کې رامنځ ته شوی دی.

د مهاجرت سياست مسئله همدا ډول په آلمان کې هم د نوي ائتلافي حکومت د جوړيدو پر سر خبرو کې د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د مسيحي دموکرات او د مارتين شولتڅ په مشرۍ د سوسيال دموکرات ګوند تر منځ د بحث یوه مهمه موضوع شميرل کيږي.

na/mm/sms (AP, dpa, Reuters)

په ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: