1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۳ اروپايي هيوادونو کې انتخابات او د مهاجرو راتلونکی

۱۳۹۵ اسفند ۲۲, یکشنبه

هالند کې د مارچ په ۱۵مه نېټه عمومي انتخابات ترسره کيدونکي دي. دغه انتخابات د اروپايي سياست له پاره ډیر اړين دي ځکه په روان کال کې د فرانسې او آلمان پر ټاکنو هم خپل اغيز لرلی شي.

https://p.dw.com/p/2Z3vD
Niederlande Wahlkampf Geert Wilders
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunand

د بريګزت له امله په لويديځې اروپا کې رامنځ ته شوې د مهاجرت او اروپايي ضد ميلان مفکوره، کيدای شي د هالند په انتخاباتو کې اغيز ولري. د فرانس پرس خبري آژانس په حواله، که چيرې دغه انتخابات د مسلمانانو او د مهاجرو ضد ګوندونو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې بريالی شي، روښانه اثر به ېې په روان کال کې د فرانسې او آلمان پر ټاکنو هم پرې وځي.

د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (مارچ ۱۵ مه ۲۰۱۷) به نژدې ۱۳ ميليونه هالنډيان خپلې رايې وکاروي. د صدراتۍ په دغو انتخاباتو کې د ۲۸ ګوندونو ۱۱۱۴ تنو خپل ځانونه نوماند کړي دي. د صدراعظم مارک روټه «ليبرال ګوند» او د ګيئرت ولډرز د «آزادۍ ګوند» چې د مسلمانانو او مهاجرو ضد سیاست لري، د دغو انتخاباتو مخکښ ګوندونه شميرل کيږي.

د ترسره شويو ټولپوښتنو له مخې، « آزادۍ ګوند» چې په ۲۰۰۶ کال کې تاسيس شوی دی، غواړي په هالنديانو کې د مسلمانانو او مهاجرت ضد شته انګيزې له شتون څخه په پشپړه توګه ګټې پورته او په انتخاباتو کې خپله له توقع لرې کارکردګې ښکاره کړي.

د فرانس پرس خبرې آژانس پر حواله په دغو انتخاباتو کې هيڅ ګوند د کوم روښانه اکثريت ملاتړ ندی ترلاسه کړی او راتلونکی حکومت به ښايي مخلوط وي. دا په داسې حال کې ده چې د مسلمانانو او مهاجرو ضد «آزادۍ ګوند» سره هيڅ ګوند اتحاد کولو ته تيار ندی او دا په دې مانا چې دغه ګوند نشي کولای د حکومت جوړولو ته بريالی شي.

ولډرز د خپلو انتخاباتي کمپاينونو پر مهال ويلي وو چې د بریالي کيدو په صورت کې به په هيواد کې ټول جوماتونه بندوی، په قرانکريم به بنديز لګوي او دغه راز به هڅې وکړي چې د هالند پولې وتړي او له اروپايي اتحاديې څخه يې وباسې.

د لايډن پوهنتون د سياسي څانګې کارپوه ګيرټن ولينګ وايي چې د دغو انتخاباتو وروسته راتلونکی پارلمان جوړيږي. دی وايي چې راتلونکې کې د مخلوط حکومت د جوړيدلو امکانات هم ډیر زيات ستونزمن بريښي.

بل لور په فرانسه کې هم د مهاجرت او اورپا سره مخالف مفکوره لرونکی انتخابات راروان دي. نومانده لي پین به د اپريل په ۲۳ مه په لمړي ځل د فرانسې په انتخاباتو کې د صدارت څوکې لپاره دريږي. په هغه صورت کې چې د فرانسې هيڅ نوماند ۵۰ سلنه رايې ونګټي انتخابات به دويم پړاو ته ځي چې د می مياشتې په اوومه به ترسره کيږي.

د آلمان په انتخاباتو کې هم د مسلمانانو او مهاجرو ضد ګوند «آلمان لپاره بديل» د تيرو انتخاباتو په پرتله دا ځل يو څه په ښه موقف کې قرار لري. دغه ګوند هيله من دی چې د سپټامبر په عمومي انتخاباتو کې به له ځانه ښه کارکردګۍ ښکاره کړي.

د مهاجرت بحران د کومو ښې اړخو اروپایې سیاستوالو په ګټه تمام شوی؟ (04.01.2017)