1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۵۰ لرغوني سيکې بيرته افغانستان ته وسپارل شوې

۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/174Q2

افغان چارواکی وايي، چي تر ۲۵۰ زیاتي لرغوني سيکې چې په ۶۰مه او ۷۰مه لسیزه کې د بریتانوي څیړونکو له خوا د څیړونو په موخه له افغانستان څخه وړل شوې وې، د دوشنبې په ورځ بیرته دغه هيواد ته وسپارل شوي. یوه افغان چارواکي په کابل کې خبریالانو ته ویلي دي چې «دغه سيکې د افغانستان د کلتور مهمه برخه جوړوي او د افغان او بریتانوي چارواکو تلاښونو په ترڅ کې ۴۰ کاله وروسته بیرته افغانستان ته سپارل شوي دي.» د چارواکو په وینا دغه سيکې په کوشاني دورې پوري اړه لري. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر په وینا دغه سيکې د افغانستان باارزښته فرهنگ او اقتصادي عصر ښيي. په افغانستان کې د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ کلونو تر منځ په کورنۍ جگړه کي او دغه راز د طالبانو د واکمنۍ پرمهال چې له ۱۹۹۶کال څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې وه، د افغانستان ډیر لرغوني اثار یا غلا شول او یا هم بیلا بیلو هیوادونو ته انتقال شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو، آلمان، بریتانیا، ناروې او یو شمیر نورو هیوادونو چمتووالی ښودلی دی چې افغانستان ته د لرغونو آثارو په بیرته ورگرځولو کې به مرسته وکړي.