1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۱۴ کال به په افغانستان کي د ۲۰۱۳ په شان وي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۱, چهارشنبه

د آلمان د دفاع وزارت په افغانستان کي د اپريل مياشتي د پلان سوو ولسمشرۍ ټاکنو په برخه کي انديښنه لري. په شمال کي د ايساف ځواکونو قوماندان جنرال فولمر په خبره طالبان نور د ضربې واردولو توان نه لري.

https://p.dw.com/p/1AjyC
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان په شمال کي د ايساف ځواکونو قوماندان آلمانی جنرال يورګ فولمر، فکر نه کوي چي په افغانستان کي دي د بهرنيو ځواکونو ماموريت په وروستي کال کي د افغان دولت د وسله والو مخالفينو زور زياتی ډېر سي.

دغه آلماني جنرال د آلمان له خبري آژانس «dpa» سره د خبرو پرمهال ويلي دي: «زه فکر کوم چي په دغه کال کي به هم وضعيت داسي وي لکه په ۲۰۱۳ کال کي.» هغه زياته کړه: «په هيڅ صورت به تر دې وضعيت خراب نه سي. ځکه مخالفين نور توان نه لري.»

د نوي کال په پيلېدو سره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو وروستی کال هم پيل سو. د دغه کال د دسمبر مياشتي تر ۳۱ نېټې پوري بايد له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي.

جنرال فولمر ويلي دي: «هغه څه چي موږ يې تمه لرو هغه دا دي چي په دغه هيواد کي به مخالفين د اپريل مياشتي د ولسمشرۍ ټاکنو د گډ‌وډولو کوښښ وکړي او په دې سره به افغان حکومت او امنيتي ځواک ته سرخوږی پيدا کړي.»

خو هغه زياته کړې ده چي وسله وال مخالفين د دې توان نه لري چي پر افغان امنيتي ځواک دي په مخامخ جګړه کي کړۍ تنګه کړي: «خو د هغه کار د ترسره کولو توان چي دوی[طالبان] يې لري، هغه د افغان حکومت پر استازو باندي په کورنو کي د جوړو سوو بمونو او ځانمرګو بريدونو ترسره کول دي.»

په دې سره نو دغه جنرال په نوي کال کي هم د ځانمرګو بريدونو او چاودنو حساب کوي. «دغه پيښي به موږ کېداسي علني ووينو.»

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو تر ماموريت وروسته ناټو په پلان کي لري چي په ۲۰۱۵ کال کي په دغه هيواد کي د «ټينګ ملاتړ» په نوم د افغان امنيتي ځواک د روزلو او تجهيز له پاره يو بل کوچنی ماموريت پيل کړي.

آلمان هم غواړي دغه ماموريت ته خپل ۸۰۰ تنه عسکر ولېږي. په پلان کي ده چي په دغه ماموريت کي به په ټوليزه توګه له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ تنو پوري عسکر برخه ولري.

خو د دغه ماموريت د پيلېدو شرط د واشنګټن او کابل ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليکول ښوول سوی دی. دغه تړون په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. د دغه ماموريت يو شرط دا دی چي بهرني ځواکونه بايد د افغانستان له قضايي سيستم څخه خوندي وي.

افغان ولسمشر حامد کزی وايي چي دغه دوه اړخيز تړون دي د ده راتلونکی ځای ناستی لاسليک کړي. خو امريکا متحده ايالات وايي چي هغه مهال به ډېر ناوخته وي، ځکه په خبره يې د نوي ماموريت د پيلېدو له پاره بايد پلان جوړ سي او که چيري دغه تړون اوس لاسليک نه سي نو د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري به خپل ټول ځواکونه وباسي.

جنرال فولمر وايي چي له افغانستان څخه د آلماني عسکرو او تجهيزاتو د راايستلو لړۍ روانه ده او دغه بهير داسي تنظیم سوی دی چي که چيري روزنيز ماموريت پيل سي د عسکرو د پاتېدو او يا د کال ترپايه پوري، بشپړه وتلو ته تياری نيول سوی دی.

هغه زياته کړې ده: «که تر دوبي پوري تصميم ونيول سي چي موږ دلته د ماموريت له پاره څه ته اړتيا لرو نو موږ انعطاف پزيره يوو، څو هغه تجهيزات چي ورته اړتيا ده دلې برابر کړو نه چي بيا يې دغه هيواد ته په راوړلو پيل وکړو.»