1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه ۱۹ کلن بريتانوي د ترمپ د وژلو پلان لاره

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ تیر ۱, سه‌شنبه

د امریکا پولیسو هغه ۱۹کلن بريتانوی نیولی دی چې د امریکا ولسمشرۍ ته پر کاندید دونالد ترمپ د ‌‌ډزو هڅه کړې وه. دغه ځوان پولیسو ته ویلي چې که آزاد شي دغه کار به تکرار کړي.

https://p.dw.com/p/1JAQP
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Locher

د امریکا عدلیې د هغه ځوان بریتانوي په اړه پلټنې پیل کړي دي چې په لاس ویګاس کې تر نیول کیدو وروسته یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د نیوادا ایالت د یوې محکمې په حواله ۱۹ کلن مایکل ایس د شنبې په ورځ د لاس ویګاس په یوه قمار خانه کې ولسمشرۍ ته کاندید دونالد ترمپ د ټاکنیزي مبارزې د غونډې پر وخت د یوه پولیس څخه د وسلې د اخیستو هڅه کړې وه څو پر دونالد ترمپ برید وکړي. نوموړي ویلي چې دی د کلیفورنیا څخه خاص د «ترمپ د وژلو» په هدف دلته راغلی.

«یوازي یو یا دوه فایره»

ويل شوي دي چې مایکل ایس، مرګ پر ځان منلی وو. ده پولیسو ته ویلي دي، فکر یې کاو چې «احتمالاً به یوازي یو یا دوه ‌ډزونه وکړي او په دې باوري وو چې پر ترمپ د برید وروسته به د امنیتي ساتونکو له خوا ووژل شي.»

نیول شوی تن ظاهراً یو تجربه کار نښه ویشتونکی نه دی. ده ویلي چې پر ترمپ د برید د هڅې یوه ورځ د یوه څه وخت له پاره د تمرین ځای ته ورغلی وو ځکه هیڅکله يې هم وسله نه کاروله.

د عدلي چارواکو په حواله دا ځوان هلک چې په خټه ښایي بریتانوی وي، له ۱۸ میاشتو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي.

نوموړي پولیسو ته ویلي چې که آزاد شو سملاسي به بیا د ترمپ د وژلو هڅه وکړي. نوموړي اعتراف کړی دی چې له یوه کال راهیسې یې د ترمپ د وژلو پلان درلود او اوس یې ځکه په دې کار لاس پورې کړ چې ځان یې د بريد د کولو له پاره چمتو احساساوه.