یوه ورځ د ایران په یوه سرپوښه بازار کي
د تبریز بازار د ایران یو له ډیر لوی او مشهوره سرپوښه بازارو څخه دی. د دغه زاړه او لرغوني بازار د انځورونو لیدو ته تاسي رابولو، چي ښايي ځینو کسانو لیدلی هم وي.
د تبریز سرپوښه بازار د یوه کیلومتره مربع په مساحت سره د ایران یو له لویو سرپوښه بازارونو څخه دی
د تبریز سرپوښه بازار په ۱۳۸۹م کال کي د یونسکو د نړیوال میراث په ليست کي شامل سو.
دغه بازار په خپل منځ کي کوچني بازارونه، دالانونه، سرایونه او نور ملحقات هم لري.
د تبریز مرکز په یوه څلورضلعي کي قرار لري او د تبریز سرپوښه بازار بیا د دغه څلورضلعۍ په مرکز کي واقع دی.
د تبریز د«مظفریه» په نوم د فرشونو مشهوره بازار د دغه ښار یو د لیدو وړ تاریخي ځایونو له جملې څخه دئ.
د دغه بازار اکثره سرایونه درې پوړيز دي. په کښته منزل کي رنگارنگ مالونه او محصولات، په دوهم کي تجارت خانې او کارځایونه او دریم منزل د استراحت له پاره پلان سوئ دی.
د سرپوښه بازار ټول چت په گنبدي ډول جوړ سوی دی
د تبریز د سرپوښه بازار مشهوره بازارونه او سرایونه د «حاجي رحیم بازار» د«شهزاده لوی سرای»،«دباغايی سرای»،«دودري سرای»، د «سید حسین پخوانی سرای» او د«شهزاده کوچنی سرای» نومیږي.
د تبریز بازار د شمال له طرفه د «مهران رود» سره نښلي چي د لرگو د پلونو په واسطه د رود له هاغاړي سره وصل سوی دی.
دغه بازار د شرق له طرفه د عالي قاپو په ماڼیو او غرب له خوا له یوه مسجد سره وصل دی.
د دغه بازار تر ټولو لویه گنبده د امیرگنبده ده او سړی ویلای سي چي دا د«مظفریه» د بازار تر ټولو ښایسته معماري ده.
«صادقیه» بازار د تبریز د سرپوښه بازار د فرشونو او ډول ډول لاسي غالیانو د خرڅلاو ځای دی.