1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه مهاجر له میرکل څخه د خپل افغان دوست په هکله څه وپوښتل؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

په برلین کې د یوه ښوونځي زده کوونکی محمد اسماعیل د آلمان له صدراعظمې سره د یوه ګردي میز د بحث په ترڅ کې ولیدل. دغه سوریایي مهاجر له مېرکل څخه د يوه افغان مهاجر په هکله پوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/2xLN6
ZDF-Sendung "Klartext, Frau Merkel!" Syrischer Flüchtling: "Ich liebe Sie!"
انځور: picture-alliance/dpa/ZDF/J. Roehr

دغه ۱۹ کلن سوریایي مهاجر د برلین په یانه آدمز، ښوونځي کې د نوو راغلو کډوالو له پاره په «ښه راغلاست» ټولګي کې آلماني ژبه زده کوي. هغه د یوه ګردي میز په بحث کې وویل: «زه له سوریې څخه راغلی یم او له جګړې څخه راتښیتدلی یم.» هغه پوښتنه وکړه چې د هغه یو دوست چې له افغانستان څخه راغلی دی ولې تر اوسه په دې نه پوهیږي چې په آلمان کې به پاته شي که نه؟

مېرکل د هغه په ځواب کې وویل، اوس چې څوک آلمان ته راځي په اوسط ډول د درو میاشتو په موده کې یو ځواب تر لاسه کوي. هغې زیاته کړه که چیري دا زیات دوام وکړي نو په دې پوري اړه لري چې دغه کس بې سرپرسته کم سنه مهاجر زیاتره مهال د پناه غوښتني عریضه نه وړاندې کوي، بلکي هغه وخت دا کار کوي چې قانوني سن (۱۸کلنۍ) ته ورسيږي. ميرکل وویل: «طبیعي ده چې تر ۱۸ کلنۍ پورې کوم څرګندوالی نه وي.»

اوس هم هره ورځ په سونو افغانان آلمان ته راځي. د هغوی کابو نیمایي یي یو ډول پناه تر لاسه کوي او کولای شي یو مسلک زده کړي او نور نیمایي یي بیا دا کار نه شي کولای. مېرکل وویل چې دغه ټول انسانان په سملاسی توګه نه شي لیږل کیدای: «اوسمهال موږ یوازي مجرمین بیرته افغانستان ته استوو، ځکه موږ اوس امنیتي وضعیت له سره ارزوو.»

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان ته اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده، ځکه چې په دغه هیواد کې له سخت دریځه طالبانو او له ترهګرې ډلې داعش سره کړکیچ لا زور اخیستی دی. همدا د یکشنبې په ورځ په خوست ولایت کې په یوه مسجد کې چاودنې ډیر انسانان ووژل.

مېرکل دا هم وویل چې د آلمان حکومت د یوه نوي امنیتي پلان پر چمتو کولو کار کوي. خو هغې دا هم وویل چې هغه نه شي کولای داسې یو تصور وړاندې کړي چې هر افغان آلمان ته راتللی شي. هغې یادونه وکړه چې «دا به هم یوه غلطه ژمنه وي.» اسماعیل بیا وروسته له میرکل څخه د ځواب تر لاسه کولو په اړه مننه وکړه. مېرکل هغه ته د ښې زده کړې هیله څرګنده کړه.

زموږ له ارشيف څخه: