یوه مهاجر د اخراج د مخنیوي په موخه پر پولیسو د ډزو هڅه کړې
۱۳۹۷ خرداد ۲۳, چهارشنبهد نیدر بایرن د پولیسو ریاست د چهارشنبې په ورځ ویلي چې یو نایجریايي پناه غوښتونکي د سه شنبې په ورځ په ښاري شورا کې د پولیسو له یو سرتیري څخه د هغه وسله له پوښ څخه ترلاسه کړه. نوموړي د وسلې تر ترلاسه کولو وروسته یو پولیس هدف وګرځاوه او هڅه یې وکړه چې پر هغه باندي ډزې وکړي، خو د پولیسو په وینا هغه په دې کار بریالی نه شو.
د پولیسو یوه بل سرتیري سمدلاسه وکولی شول چې نیول شوی نایجریايي مهاجر بیرته ونیسي او له هغه څخه وسله بیرته واخلي.
د نیدربایرن د پولیسو په يوه رپوټ کې راغلي دي چې هغه مهال چې پولیسو د نوموړي نایجریايي مهاجر د قابو او نیولو هڅه کوله، هغه د یوه تیره شي په واسطه یو پولیس افسر ټپي کړ. پولیسو زیاته کړې چې پولیس شدید ټپي شوی نه دی.
زیاته شوې ده چې د نوموړي نایجریايي مهاجر د اخراج په لړۍ کې یو بل پولیس سرتیری هم سطحي ټپي شوی دی. د پولیسو افسرانو د مرچکو د سپرې په کارولو په دې بریالي شوي چې دغه مهاجر تر کنترول لاندې راولي او هغه بیرته ونیسي. اوس د نوموړي پر ضد په محکمه کې د وژنې د هڅې په تور شکایت شوی او دغه درې پولیس اوس نه شي کولی خپله دنده پرمخ یوسي.
د یوه بل خبر له مخې د سه شنبې په ورځ د آلمان په ګوتینګن ښار کې د مهاجرینو یوې ۱۵ کسیزې ډلې د یوه بل مهاجر د اخراج د مخنیوي هڅه کړې. زیاته شوې چې د مهاجرو دغې ۱۵ کسیزې ډلې احتمالاً د یوه شل کلن مهاجر د اخراج د مخنیوي هڅه کړې او پر پولیسو یې بایسکل، تختې او نور شیان ګوزار کړي دي چې له امله یې درې پولیسو افسران ټپي شوي دي. اوس دغه ډله د نظم د خرابولو او د پولیسو پر وړاندې د مقاومت له امله تر قانوني څیړنو لاندې دي.