یوه مهاجر خپل درې ماشومان تر کړکۍ غورځولي دي؟
۱۳۹۵ شهریور ۳۰, سهشنبهد ژړا سره مل یوه سوریايي مهاجر ته د خپلو درو اولادونو د وژلو د قصد درلودلو له کبله اقامه دعوه ولوستل سوه. څارنوال «فلوریان گېسلر» پر هغه باندي د سه شنبه په ورځ (د سپټمبر میاشتي ۲۰ نیټه) تور ولگاوه چي خپل درې کوچنیان یې په دې خاطر له کړکۍ څخه لاندي غورځولي دي، چي خپله ښځي ته جزأ ورکړي. د ده ښځي نه غوښتل چي په جرمني کي د ده سم اطاعت وکړي.
دغه ډرامه د سږ عیسوي کال د فبرورۍ میاشتي پر اوله د بون د «لوهمار» د مهاجرينو په یوه کمپ کي رامنځته سوه. د هغه مشره لور چي د پخلنځي له کړکۍ څخه په اول منزل کي لاندي اچول سوې ده، ډیره سخته ټپي سوې ده.
دغې اوه کلنې ته د نورو تر څنگ دماغي خونریزي پېښه او کوپړۍ یې ماته سوې ده. پنځه کلن زوی یې بیا چي د تشناب له کړکۍ څخه لاندي غورځول سوی دی، څو ځایه يې لاس مات سوی دی. تر ټولو کشره یو کلنه لور یې طالع درلوده چي پر خپل ورور باندي ورلویدلې ده او ډیره زخمي سوې نه ده.
د محکمې په لومړۍ ورځ تورن ته یوازي اقامه دعوه ولوستل سوه او په راتلونکې سه شنبه ورځ به بیا شاهدان راغوښتل کیږي. د تورن مدافع وکیل «مارتین کریچمیر» ویلي دي چي هغه د خپل دغه عمل څخه ډیر پښیمانه دی.
دغه ۳۵ کلن سوریايي په ۲۰۱۴م کال کي جرمني ته رامهاجرسوی وو او کورنۍ یې وروسته راغله. لومړی د ترکیې او بلغاريا له لاري فرانسې او بیا په ۲۰۱۵م کال کي جرمني ته راغله. د دغي پروسې له پاره د بون په یوه محکمه کي د اکتوبر تر۱۲ نیټې پوري مجموعأ شپږ پروسې پلان سوي دي.
نور مطالب