1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه مسلمانه ښځه د آلمان په پوځ کې

DPA/ ABH۱۳۹۵ فروردین ۲۸, شنبه

د آلمان پوځ له ۱۲۰۰ تر ۱۶۰۰ پورې مسلمان عسکر لري. د هغو په جمله کې یوه هم ډلگۍ مشره ناریمان راینکه ده چې مور او پلارې له مراکش څخه دي او دوه ځله یې په افغانستان کې خدمت کړی دی.

https://p.dw.com/p/1IWze
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

ناریمان راینکه د آلمان په پوځ کې د الکترونیکي کشف په برخه کې کار کوي. هغه پرته له کوم خنډ څخه خپل ټول دیني عبادات پر ځای کوي او وايي له یولس کلونو را په دی خوا چې په پوځ کې خدمت کوي له تبعیض سره نه ده مخامخ شوې. د آلمان له خبري آژانس(DPA) سره په مرکه کې هغه وايي، سره له دې هم د خپل دیني عقاید په وجه د آلمان د پوځ د استخباراتي ادارې (MAD) سره نسبتا ناراحت کونکې تجربې لري.

له (DPA) سره د هغې د مرکې بشپړ پښتو متن:

پوښتنه:
په تیرو کلونو کې د اسلام تر نامه لاندې د ترور لمن ډيره پراخه شوې ده. آیا ستا پوځي همکاران اوس تاته د شک په سترگه کتنه کوي، ځکه ته مسلمانه یې؟

ځواب:
نه! داسی یوه څه ما نه دي احساس کړي او نه مې هم تجربه کړي دي. زه د پوځ په هغه یو تشکیل کې کار کوم چې، منسوبین یې تر زیاتې کچې متنوع دي. خو زما په هکله د امنیتی پلټنې پروسې دری کاله دوام وکړ. په دغه تشکیل کې د نورو عسکرو چې مسلمانان نه دي دغسی یو پلټنه یواځې نهه میاشتې وخت ونیو. دې خبرې زه سخت په غوسه کړې وم چې ولې دومره زیات وخت ونیو. نوی په دی وجه زه یوڅه وروسته ډلگۍ مشره شوم.

پوښتنه:
د الکترونیکي کشف لپاره د یوې ډلگۍ مشرې په توگه تاسو د امنیتي لحاظه یوې حساسې برخې کې کار کوي. نو له دې کبله دا طبیعی ده چې دلته امنیتې پلټنه ضروري گڼل کیږي. له تاسی څخه د پوځ د استخباراتي ادارې له خوا درې ځلې ټینگ تحقیقات شوي دي. دا چې تاسې مسلمان یاست، دې خبرې په دې تحقیقاتو کې څومره نقش درلود؟

ځواب:
په لومړي تحقیق کې دې خبرې کوم نقش نه درلود. خو وروسته رښتیا هم چې دې خبرې نقش درلود. تحقیقات دې ته ځیر ؤ چې آیا زه تنده لارې مسلمانه یم که نه. خو که چیرې له دې مخکې لږ څه په دقت او ځیرتیا سره پلټنه شوې واې، نو ښايی دومره زیات پوښتنو او گرویځنو ته اړتیا نه وای پیدا شوې، ځکه زه هیڅکله تنده لارې مسلمانه نه وم او نه یم. نو په دی برخه کې پلټنه زما لپاره لږ څه ناراحت کونکې وه.

پوښتنه:
آیا له دې سره تاسو د غیرمنصفانه چلند یا حتی تبعیض احساس کړی دی؟

ځواب:
دا پر ما د نه اعتماد په معنې وه. حال دا چې په دی مسلک کې ما ډير زیارایستلی ؤ او ستونزمې پر ځای منلې وې. دا داسی یو مسلک نه دی چې سړی سهار کار ته لاړ شی او مازیگر بیرته خپل کورته راشي او بیا وروسته له خپلو ملگرو او دوستانو سره لینه کتنه وکړي. په دې مسلک کې سړې باید له خپل ډير وخت څخه تیر شي او د خدمت لپاره شپه او ورځ چمتو اوسي. سړی باید له خپلو ډيرو اجتماعي اړیکو څخه لاس واخلي او حتی په بهر کې د ماموریت د تر سره کولو لپاره چمتو اوسي. نو په دې وجه دا زما لپاره ډيره سخته تمامیده چې زه یې تر پوښتنې لاندې نیولې وم چې د کومې انگیزې په خاطر مې دغې دندې ته زړه ښه کړی دی، حال دا چې له دې مخکې ما په دی برخه کې ډيره قرباني ورکړې وه. خصوصا د پوښتنو او گرویځنو ډول او څرنگوالی ډير زیات سخت تمامیده. دا ضروري نه ؤ او زما لپاره شخصا زړه بریښونکی ؤ. له هغې وروسته زه ډيرسخته مغشوشه او پریښانه وم.

پوښتنه:
د اسلامیزم د خطر له امله د دفاع وزارت غواړي چې ټول عسکر له استخدام څخه مخکې تر امنیتی پلټنې لاندې ونیسی. آیا دا ستا په نظر دا کار ښه دی؟

ځواب:
هوا! طبیعی ده چې ښه کار دی، که چیرې له ټاکلي سرحد څخه پښه وړاندی وا نه اړول شي، البته دا باید د ټولو عسکرو په برخه کې صدق وکړي، ولي نه ! له امنیتي لحاظ په یوه حساسه څانگه چې اوس په کې کار کوم، سړي باید وگوري چې : هلته څوک کار کوي؟ هغه له امنیتي لحاظه حساسو اطلاعاتو سره څه ډول چلند لري؟ ایا هغه راز ساتلی شي او چپه خوله پاتې کیدای شي؟ دغه راز په بله برخه کې هم باید سړی کتنه وکړي. هغه دا چې: آیا زه کولای شم چې یو عسکر ته ښکاره کړم چې هغه له خپلې وسلې سره څه کوي، او آیا هغه له دغې پوهې څخه ناوړه کار اخلي که نه؟ دا هغه مسایل دي چې له بده مرغه سړی په لومړي سر او یا مخکې له مخکې پرې نه پوهیږي. په دی موده کې له آلمان څخه څه شمیر کسان عراق ته او یا نورو ځایونو ته تللی او یا ځي ترڅو د داعش ترڅنگ وجنگیږي. نو داسی ترهگر د وسلې د زدکړې لپاره حاجت نه پیدا کوي. دا چې یو شخص مخکې له دې چې د آلمان پوځ کې شمولیت پیدا کړې، باید تر امنتیي پلټنې لاندې ونیول شی، دا زما په نظر ډير غوره کار دی. په هر قیمت چې وي، باید د دی مخه ونیوله شي چې د آلمان د پوځ له خوا تروریستان وروزل شي.

پوښتنه:
آیا ستاسو په نظر د المان پوځ باید له دې څخه نور زیات د مسلمانانو غم وخوري او پالنه یې وکړي؟

ځواب:
هو! مونږ هم د دی هیواد اتباع یو او د خپل دې هیواد د خدمت لپاره چمتو یو. مونږ هم د آلمان لپاره خپل ځان قربان کوو. په خاصه توگه د پوځ د مسلمانو عسکرو او د هغوی د کورنیو لپاره باید پوځي ارواح پالونکي وگمارل شي. د بیلگې په توگه سړی باید پوه وي، کله چې د آلمان د پوځ یو مسلمان عسکر د خدمت په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، د هغه لپاره څه باید تر سره شي. د هغه جنازه څرنگه کیږي او د هغه کورنې ته باید څه ډول احوال ورکړ شي؟

ما دوه ځلې په افغانستان کې عسکري خدمت کړی دی. ما خپل وصیت نامه لیکلې ده چې زما له جسد سره څرنگه چلند وشي، که چیرې زه د عسکری په خدمت کې ووژله شم. زه فکر کوم چې د پوځي ماموریت د تر سره کولو په وخت کې سړی، یو دیني پالونکي ته ضرورت لري. کله چې د مسیحي عسکرو لپاره داسی یو دیني پالونکي ټاکل کیږي، د مسلمانانو لپاره ولی باید نه وی؟ کله چی هالندی، فرانسوی او امریکايي پوځ په خپل تشکیل کې داسی یو بست ولري، د آلمان پوځ یې باید ولی ونه لري؟ مونږ په ۲۰۱۶ کال کې ژوند کوو. اوس باید دا خبره درک شي چې اسلام هم آلمان پوری تعلق لري.

د نریمان راینکه د ژوند لنډه سوانح:

نریمان راینکه چې ۳۶ کلنه په ۲۰۰۵ کال کې د آلمان په پوځ کې شامله شوه او له لومړي سره د الکترونیکي کشف په برخه کې کار کاوه. د آلمان د راینلند فالز د ایالت د «ډاون» په سیمه کې د هغې د کنډک دنده د مخابراتي زیگنالونو پیژندل، ثبت او ارزول دي چې له هغو څخه د نورو مسایلو سربیره په ماموریتي عملیاتو کې د عسکر د مصونیت ساتلو لپآره کار اخیستل کیږي.

هغه دوه ځلې د افغانستان ماموریت ته استول شوې ده. د نریمان راینکه مور او پلار له مراکش څخه دي. نریمان خپله د آلمان د هانوور په ښار کې زیږیدلی ده. هغه اته کلن وه چې مور او پلار یې د المان تابعیت تر لاسه کړ. د هغې د پلار غټه هیله دا وه چې دوه زامن یې د آلمان په پوځ کې خدمت وکړي. خو د هغوی پر ځای د کورنې لور ، نریمان راینکه دغه خدمت ته ملا وتړله او اوس حرفوي عسکره ده. هغه په عین وخت کې د آلمان د هغو عسکرو د اتحادېې رئیسه هم ده چې د کډوالی بسمنظر لري.