1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه بانفوذه هسپانوۍ د کاتالونیا کړکیج مدیریت کوي

۱۳۹۶ آبان ۷, یکشنبه

ثریا سائنز دې سانتاماریا، چې د کاتالونیا د سیمې رهبري ورته سپارل شوې، له یوه لوی ازمیښت سره مخامخه ده. که هغه وکولی شي روان بحران مدیریت کړي، نو د ځينو په اند یوه ورځ به د هسپانیې د صدارت مقام ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/2mhTM
Spanien | Soraya Saenz de Santamaria
انځور: Getty Images/P. Blazquez Dominguez

میرمن ثریا سائنز دې سانتاماریا، ته د هسپانیې د مرکزي حکومت له خوا دنده سپارل شوې چې د هسپانیا د بحراني سیمې کاتالونیا وضعیت بیرته عادي حالت ته را وګرځوي. دغه ښځه چې د هسپانیې د لومړي وزیر ماریانو راخوی «ښي لاس» ګڼل کیږي، ۴۶ کاله عمر لري او حقوق پوهه ده.

نوموړې د بحران د مدیريت او ستونزو د حلولو له کبله مشهوره ده. په دې وروستیو کې هسپانیوي ورځپاڼې «ال اکونومیستا» له هغې څخه د هسپانیې د یوې تر ټولو قدرتمندې ښځې په توګه یادونه کړې.

اوس کیدای شي د کاتالونیا د وضعیت آرامه کولو ماموريت د سانتاماریا، له پاره یو بریالیتوب او یا هم د هغې کاري نوم ته زیان ورسوي. د «ال پائيس» ورځپاڼې لیکلي دي چې هغه باید اوس د هسپانیې دیموکراسۍ له پاره یو تر ټولو لوی کړکیج مديریت کړي.

ثریا سائنز دې سانتاماریا په ۲۰۱۱ م کال کې د لومړي وزیر د مرستیالې په توګه خپل کار پیل کړ. نوموړۍ په ۲۰۱۴ م کال کې د ایبولا وژونکې ویروس د خپریدو پر مهال او په ۲۰۱۵ م کال کې د «جرمن وینګز» الوتکې د رانسکوریدو د بحرانونو پر وړاندې د مقابلې له پاره د حکومت کلیدي نماینده وه.

سانتاماریا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د خپل لومړي ماشوم تر زیږونې یولس ورځې وروسته بیرته خپلې دندې ته حاضره شوه. دې کار په هسپانیې کې د هغې محبوبیت او شهرت لا پسې زیات کړ. نوموړۍ وویل چې په هیواد کې ډیر کارونه پاتې دي چې باید ترسره شي، د هغو له جملې څخه اقتصادي کړکیج او په هسپانیا کې د بی روزګارۍ روان وضعیت.

هغې همدارنګه د حکومت د ویاندې او د یوې لنډې مودې له پاره د روغتیا او عدلیې وزارتونو د وزیرې په توګه هم دنده ترسره کړې.په سیاست کې چټکه وده

میرمن سانتاماریا، په هسپانیې کې د ثریا په نوم مشهوره ده. مخکې تر دې چې د کاتالونیا د کړکیج دروند مسئولیت په غاړه واخلي د تیر کال د نوامبر میاشتې راهیسې د هسپانیې د مرکزي حکومت او ۱۷ نیمه خودمختاره سیمو تر منځ د اړیکو مسئوله وه. تریا سانتاماریا په ۱۹۷۱ ميلادي کال په والادولید کې زیږدلې ده. نوموړۍ د حقوقو په څانګه کې د خپلو لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته د ۲۷ کلنۍ په عمر کې د حکومت څارنواله شوه.

د هغې سیاسي ژوند په ۲۰۰۴ کال کې هغه وخت پیل شو چې وتوانیدله د راخوی د (PP) ګوند د غړي په توګه یې پارلمان ته لاره پیدا کړه. وروسته تر دې هغې په چټکې سره د سیاست په برخه کې پرمختګ وکړ. ثریا په خبرو اترو کې د عملي او آزادې سیاستوالې په توګه پیژندل کیږي.

میرمن سائنز دې سانتاماریا، د لومړي وزیر ګوند د مالي رسوای په قضیه کې چې د دې ګوند مجبویت ته یې زیان ورسوه پاک او مصئونه را ووتله. سانتاماریا په هسپانیا کې یو تر ټولو محبوب سیاستواله پيژندل کیږي.

یو شمیر هغې ته د هسپانیې د راتلونکي لومړۍ وزیرې په توګه ګوري. د هغه یو همکار الفونسو الونسو، وایې چې که ثریا وتوانیدله چې د کاتالونیا روان بحران مديریت کړي، نو یوه ورځ به د هسپانیې لومړۍ وزیره وي.

Spanien Mariano Rajoy und  Soraya Saenz de Santamaria
ثریا سائنز د صدراعظم راخوی نژدې سياسي او د اعتبار وړ ملګرې بلل کيږي.انځور: Reuters/S. Vera

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.04.2015):