یوه افغان پولیس خپل اته ملگري وژلي دي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبهاسوشتید پرس خبري آژانس د زابل ولایت د امنیه قوماندن مرستیال غلام جیلاني فراهي له قوله لیکلي دي چې دغه پيښه په قلات کې رامنځ ته شوې ده او د پيښې عامل تیښتدلی دی. د هغه په خبره دغه پیښه د شپې پر درو بجو رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي خبري آژانس په وینا د طالبانو ویاند قاري یوسف ویلي دي چې د دغې پیښې تر شا د دوی لاس دی او په وینا یې برید کوونکی له دوی سره دی.
همداشان روزگان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې په یوه بله پیښه کې یوه پولیس خپل دوه ملگري وژلي دي. د دغه ولسوالۍ د امنیې قوماندان شاه محمد اسوشتید پرس ته ویلی دي چې په ظاهري توگه د یوې شخصي شخړي په ترڅ کې دغه پولیس پر خپل ملگرو ډزونه کړي دي.
دغه خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په منځ کې داخلي بریدونه وخت ناوخته تر سره کیږي، چې زیاتره وخت د یاغیانو د نفوذي کسانو له لوري کیږي.
د روانې میاشتې په پیل کې په یوه وروستۍ پیښه کې د کندهار ولایت په هوایي ډگر کې د نړیوالو ځواکونو دوه تنه غړي د یوه افغان سرتیري له خوا وویشتل شول. دغه دواړه بهرنیان د رومانیا د ځانگړو ځواکونو سرتیري ول.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنگي ماموریت تر پراخې کچې په ۲۰۱۴م کال کې پای ته رسیدلی دی او اوس د امریکا متحدو ایالاتو او ناټو۱۳۰۰۰ عسکر افغان ځواکونه روزي او سلا مشورې ورکوي. شا او خوا ۳۰۰۰ امریکايي عسکر د تروریزم ضد عملیاتو کې بوخت دي.