یونیسیف: جي۲۰ باید مهاجرو ماشومانو ته خوندیتوب ورکړي
۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبهد ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې یونیسیف، د نړۍ د ۲۰ صنعتي او د صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونو له ټولنې څخه غوښتي دي چې د تنکیو ځوانانو له پاره د هغوی په خپلو ټاټوبو کې د ښه فرصتونو له پاره لاس پر کار شي. یونیسیف په عین وخت کې له جي۲۰ څخه د ماشومانو او تنکي ځوانانو د لا ډیر ملاتړ او د اغیز ناک خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
د یونیسیف په نوې رپوټ کې چې راغلي دي چې له خپلو ټاټوبو څخه د کم عمره ماشومانو د تیښتې پر مهال دا خطر موجود وي چې هغوی د بې پروا انساني قاچاق کوونکو لاسونو ته ولویږي، استمثار شي او یا هم له ناوړه چلن سره مخامخ شي.
د یونیسیف رپوټ زیاتوي چې دغه کم عمره ماشومان په نورو هیوادونو کې زیاتره مهال اړینو مرستو ته لاس رسی نه لري، څو د یوه نوي ژوند د پېل له پاره سمه لار ومومي.
د دغه رپوټ له مخې په لویدیځې او مرکزي افریقا کې هر کال اووه میلیونه ماشومان د بې وزلۍ، د کوم لرلید د نه لرلو، ترهگرۍ او طبیعي ناورینینونو له کبله خپلو ټاټوبو پریښو ته مجبوریږي. د رپوټ له مخې د دغې سیمې له ۱۲ میلیونه مهاجرو او کډوالو تر نیمایي څخه زیاته برخه ماشومان او تنکي ځوانان جوړوي.
د یونیسیف په دغه رپوټ کې چې «د فرصتونو په لټه کې» نومیږي راغلي دي چې د هغوی درې پر څلورمه برخه په خپله قاره کې د پناه او یوه ښه ژوند په لټه کې دي او یوه تر پنځمې کمه برخه یې اروپا ته ځي. ویل شوي دي د اقلیم د بدلون، د دوامداره جگړو او مخ پر زیاتیدونکي نفوس له کبله داسې اټکل کیږي چې د مهاجر ماشومانو په شمیر کې ډیروالی راشي.
د یونیسیف د خپلو معلوماتو له مخې د دغه رپوټ د چمتو کولو له پاره یې د مهاجر شوو ماشومانو او کورنیو سره د هغوی د تیښتې، شړل کیدو او کډوالۍ د علتونو په هکله شوې مرکې ارزولي او هغه خطرونه یې تحلیل کړي چې د سفر پر مهال ورسره هغوی مخامخ کیږي. په رپوټ کې راغلي دي چې علتونه ډیر پيچلي دي چې په هغې کې په نایجیریا کې د تند لارې ډلې «بوکو حرام» سره شخړه، وچکالي او سیلابونه او پر دې سربیره د زده کړو نشتوالی او د کاري فرصتونو نه لرل شامل دي.
په پام کې ده چې د جي۲۰ غونډه د جمعې او شنبې په ورځو د آلمان په بندري ښار هامبورگ کې تر سره شي. د دولتونو او حکومتونو مشران به پر نورو موضوعاتو سربیره د کډوالۍ او اقلیم د بدلونو پر موضوعاتو هم وغږیږي.
په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو گالري: