1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان پر اروپايي اتحاديې فشار زیات کړی

۱۳۹۵ آذر ۷, یکشنبه

یونان کې د مهاجرو په يوه کمپ کې د اورلګيدنې له امله د ۲ تنه د وژل کېدو وروسته يونان پر اروپايي اتحاديې فشار زيات کړی دی.

https://p.dw.com/p/2TJkN
Griechenland Evakuierung während des Brandes in Lesbos
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schwarz

 یونان کې د مهاجرو په يوه کمپ کې د اورلګيدنې له امله دوه تنه مړه شوي او دوه نور سخت ژوبل شوي دي. د يونان صدراعظم الکسیس سيپراس ويلې دي چې هغه او د يونان ټول ملت د دغې غمجنې پيښې له امله چې د لیسبوس ټاپو په موريا کمپ کې رامنځ ته شوې ده، حيران دي.

 د يونان د ليسبوس ټاپو په موريا کمپ کې د اور لګيدنې له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. له دغې پيښې وروسته د يونان حکومت له اروپايي اتحاديې څخه غوښتنه کړې ده چې د مهاجرو د انتقال بهیر دې ګړندی کړي. د يونان د صدراعظم دفتر ويلي دي، چې سيپراس په دې اړه د اروپايي کميسیون له رئیس، ژان کلود یونکر سره ټيلفوني خبري کړي دي.

د يونان پولیسو ويلي دي، چې اورلګيدنه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د مهاجرو د يوې خيمې په پخلنځي کې د ګازو يوې ډبې اور واخيست. په پيښه کې یو ځوان نارينه او يوه زړه ښځه وژل شوي دي. د يادو کسانو پيژندنه نده شوې. دغه راز په دې پيښه کې يوه بله ښځه او يو ماشوم سخت ټپي شوي دي چې په الوتکه کې پلازمينه آتن ته ليږدول شوي دي. یاد کسان د پاملرنې په ځانګړي محل کې بستر شوي دي. رپوټ کاږي چې په اورلګيدنه کې څو تنه نورو هم ژوبل شوي دي.

د بشر د حقونو د سازمانونو تنقيد

د بشر حقونو د دفاع سازمانونو دغه پيښه په کلکه محکوم کړې ده او د اروپايي اتحاديې حکومتونو باندې يې نيوکې کړي دي. په یونان کې د بي پولو داکترانو د ماموریت مشر لويچ يګر وویل: « څو تنه نور بايد په خيمو کې د ځانونو تودولو په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړي تر څو د يونان او اروپايي اتحاديې چارواکي يې په اړه يو اقدام ترسره کړي.».

د يونان په پنځو هغو ټاپوګانو کې چې د مهاجرو کمپونه دي يو هم د موريا ټاپو ده. هغه مهاجر چې ترکیې ته د بيرته استولو په موخه راجستر شوي دي، هم په دغو کمپونو کې ساتل کیږي.

د يونان حکومت د آمارو مطابق، په دغه هيواد کې څه باندې ۶۲ زره مهاجر بند پاتې دي چې له ډلې څخه يې شاوخوا ۱۱۵۰۰ تنه په دغو ټاپوګانې کې اوسيږي. د مهاجرو د زياتيدو سربيره، د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو یوازې څه باندې څلور سلنه مهاجر منلي دي چې د «بيا هستوګن کيدو بيړني ميکانيزم» پروګرام له مخې له يونان څخه انتقاليږي.

 د جمعې په ورځ کله چې مهاجر د اورلګيدنې له امله له موريا کمپ څخه بهر وښکل کيدل، د مهاجرو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شو. د اور وژنې ادارې اور مړ کړ خو د پيښې په تړاو څوک ندي نيول شوي.

په يونان کې د بې پولو داکترانو د سازمان مشر ويلي دي چې دغه پيښه د حکومت لخوا د يونان مرکز ته د مهاجرو د نه استولو په نتيجه کې رامنځ ته شوې ده. هغه وویل:« په موریا کې اورلګيدنه له ېوې پيښې څخه ستره خبره ده. دا د مهاجرو تر ټولو بد حالت دی چې د چارواکلو له لاسه دې ته اړ شوي تر څو په موريا او د يونان په نورو سيمو کې ژوند وکړي».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.09.2016):