1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: د مهاجرو کښتۍ د ډوبيدو په پيښه کې يو کس مړ شوی

۱۳۹۶ آبان ۱۲, جمعه

د رويټرز خبري آژانس د يونان سمندري ساتونکو له قوله ليکي چې په آژه سمندرګي کې په درو جلا پيښو کې يو مهاجرو اوبو کې مړ او شپږ نور لادرکه دي. سمندري ساتونکو د يو شمير مهاجرو د ژغورلو کار هم پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/2my0L
Flüchtlinge Boot Meer Griechenland Türkei Ägäis
انځور: picture-alliance/dpa/O.Kizil /AA Agency

يوناني چارواکو د جمعې په ورځ په سمندر کې د يوې ښځې مړی موندلی او د يو شمير نورو لادرکه شويو د موندلو لټون يې پيل کړی دی. د رپوټ پر اساس پيښه په سمندر کې د لرګيو څخه د جوړې کشتۍ د ډوبيدو له امله رامنځ ته شوې ده. په دغې کښتۍ کې سپرو مهاجرو غوښتل ځانونه د يونان کاليمنوس ټاپو ته ورسوي. د يونان د سمندري ساتونکو يوه افسر وويل چې دوي د لسو تنو نارينه و، څلورو ښځو او يو ماشوم په ګډون، پنځلس کسان ژغورلي دي او له شپږو تر اتو نورو لادرکه شويو کسانو د موندلو په اړه يې هڅې روانې دي.

دغه افسر زياته کړه چې د يونان سمندري ساتونکو د جمعې ورځې په سهار، خيوس ټاپو ته نژدې په دوه نورو جلا پيښو کې په دوو کشتيو کې سپاره ۱۲۷ تنه مهاجر هم ژغورلي دي. له ترکيې څخه د سمندر له اوږدې لارې يونان ته د رسيدلو مهاجرو شمير په وروستيو مياشتو کې لوړ شوی دی، خو دغه لوړوالی د ۲۰۱۵ کال په څير ډير زيات ندی. د رويټرز په حواله، په روان کال کې له ترکيې څخه ۱۴۸۱۰۰ تنه مهاجر د سمندر له لارې يونان ته رسيدلي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې دغه شميره نژدې يو ميليون ته رسيدلې وه.

د يونان د مهاجرو د چارو وزير يانيس موزالاس د چهارشنبې په ورځ ويلي وو چې د روان کال په سپټامبر مياشت کې په اوسط ډول هره ورځ ۲۱۴ تنه مهاجر يونان ته رسيدلي دي په داسې حال کې چې په اګست مياشت کې دغه شميره ۱۵۶ او په جولای کې ۸۷ وه. د ۲۰۱۵ کال په پرتله له ترکيې څخه يونان ته د رسيدلو مهاجرو په شمير کې وروسته له هغې په لوړه کچه کموالی رامنځ ته شو، چې د تيرکال په مارچ مياشت کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ د مهاجرت پر موضوع يو تړون لاسليک شو. حاضردمه په يونان کې شاوخوا ۶۰ زره مهاجر بند پاتې دي چې ډیری يې سوريايي، افغان او عراقي کډوال دي. دغه مهاجر چې غواړي ځانونه مرکزي او لويديځې اروپا ته ورسوي وروسته له هغې په يونان کې بند پاتې شول چې پر مخ يې د بالکان سيمې هيوادونو خپلې لارې وتړلې.