1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان ترکیې ته د مهاجرو د بیرته لېږد قانون تصویب کړ

۱۳۹۵ فروردین ۱۴, شنبه

یوناني چارواکو یو ډیر مهم قانون تصویب کړی دی چې له مخې به یې په دغه هیواد کې میشت مهاجر ترکیې ته واستول شي. دغه قانون د یونان او انقرې ترمنځ د کډوالو په اړه د شوي تړون عملی کیدو ته لاره هواروي.

https://p.dw.com/p/1IOTO
انځور: picture-alliance/dpa/W.Aswestopoulos

د یونان د معارف وزیر تاسوس کوراکیس، چې د دغې غونډې مشري کوله د جمعې په ورځ وویل: «دغه قانون د پارلمان د حاضرو ۲۷۶ غړو له ډلې څخه د ۱۶۹ موافقو رایو په اکثریت سره تصویب شو.»

چارواکو ویلي دي چې هڅه به وکړي چې د کډوالو حقوق د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي وي.

د یونان د مهاجرو وزیر یانیس موزالیس، د خپل هیواد پارلمان تر رای اچوونې مخکې ویلي وو: «زموږ پر هیواد باندې تور لګول کیږي چې د نوي تړون له مخې به موږ بشري حقونه له پامه وغورځوو.»

هغه زیاته کړه: «زه ډاډه یم، او باو لرم چې دا به ټول کسان تسکین کړي، چې موږ به بشري حقونو ته په هغه ډول چې په نړیوالو قوانینو او د ژنیو کنوانسیون کې ورته حدود ټاکل شوي دي، پابند پاتې شو.»

په ورته وخت کې د یونان قانون جوړونکو همدا راز په نوي قانون کې ترکیه په صراحت سره د یو "دریم امن هیواد" په توګه نه دی یاد کړی.

پر تړون د بشر حقونو د مدافعينو نیوکه

د ترکیې او اروپايي اتحادیې تر منځ د کډوالو په اړه د شوي تړون څخه وروسته، اوس یونان او ترکیه دې ته اړ دي چې پر خپلو قوانینو یوه کره کتنه وکړي او په هغو کې څه بدلون راولي. د دې تړون هدف له یونان سره مرسته کول دي چې د بالکان هیوادونو له خوا د پولو تر تړل کیدو وروسته د شاوخوا ۵۲۰۰۰ کډوالو له شتون سره لاس او ګریوان دی.

د ترکیې او اروپايي اتحادېې ترمنځ د شوي تړون له مخې، هر هغه مهاجر چې د مارچ له شلمې نیټې مخکې یونان ته رسیدلی وي او د پناه غوښتنې اسناد یې نه وي سپارلي او یا خو د پناه غوښتنې شرایط یې نه وي پوره کړي، بیرته ترکیې ته استول کیږي. دغه راز د هر هغه مهاجر په بدل کې چې ترکیه به یې بیرته سوریې ته استوي، یو بل مهاجر به له ترکیې څخه اروپا ته په قانوني توګه لیږدول کیږي.

د ترکېې او اروپايي اتحادېې تړون د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ(UNHCR) او دغه راز د بشرحقونو ډلو لخوا په دې دلیل چې د مهاجرو حقونو ته په کې پام نه دی شوی، په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغلی دی.

د اروپا او مرکزي آسیا له پاره د بخښنې نړیوال سازمان مشر جان دالهوزین، ويلي دي: «هغوی یې د خپلو سرحدونو په تړلو سره ناهیلي کړل. د اروپايي اتحادېې مشران پر دغو واقعیتونو سترګي پټوي. ترکیه د سوریايي مهاجرو له پاره یو امن هیواد نه دی او د هري ورځي په تیرویدو سره نور هم ناامنه کیږي.»

په ورته وخت کې د اروپايي اتحادې مشران وايي چې دوې د مهاجرو په مسئله کې له انقري سره د پرمختک په حال کې دي او هڅې رواني دي چې په یونان کې د نوم لیکنې په مرکزونو کې د آسانتیاوي برابرولو په برخه کې پرمختګونه وشي.

د اروپايي اتحادېې یوه ویاند آلماني خبري آژانس ته وویل: «موږ پوهیږو چې ستونزې شته. د ظرفیتونو ستونزې شته. له همدې کبله موږ له یونان سره د مرسته کولو په حال کې یو چې وضعیت په کنترول کې راولي.»