1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: افغان حکومت د خلکو اعتماد ته اړتیا لري

گابريل۱۳۹۳ بهمن ۷, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې افغان حکومت باید د اصلاحاتو په پيلولو سره د خلکو اعتماد جلب کړي. هغه ټینگار کړی دی چې حکومت باید د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

https://p.dw.com/p/1ER4R
انځور: UNAMA

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په وروستیو مراحلو کې دي، په دې هیواد کې امنیتي وضعیت اوس هم ډاډمن دی. ډیر شمیر افغانان ویره لري چې په ۲۰۱۵م کال کې به له لا ډیرو امنیتي ستونزو سره لاس او گریوان شي.

دویچه ویله په افغانستان کې د ملگرو ملتونو له استازي نیکولای هیسوم، سره د افغان حکومت په مخکي پرتو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، څه نا څه څلور میاشتي دمخه واک ته ورسید او تر اوسه پوري د خپلي کابینې په جوړولو بوخت دی. هغه د ۴۵ ورځو پر ځای تر ۱۰۶ ورځو وروسته کابينې ته د نومول شوو وزيرانو ليست پارلمان ته وړاندي کړ چې ځیني يې د ولسي جرگې له خوا د دوو تابیعتونو د لرلو او په تحصیلي اسنادو کې د ستونزو له کبله رد شوه.

ډیر افغانان په دې اند دي چې د کابینې په معرفي کې ځنډ د افغانستان د اقتصادي وضعیت د لا خرابیدو او د طالبانو د فعالیتونو د ډیریدو لامل شوی دی. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي او د یوناما مشر نیکولاس هیسوم، له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان ستونزي تر ډیره سیاسي دي، نه پوځي. هغه زیاته کړې ده:

«افغانستان اوس له یوې ډیري حساسي انتقالي دورې تیریږي ... په دې وخت کې د یوې کابینې جوړیدو ته ډیره اړتیا شته چې له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د ملي یووالي حکومت د پلانونو په پلي کولو کې مرسته وکړي.»

د یوناما مشر په افغانستان کې د امنیتي پيښو د ډیریدو په اړه انديښنه څرگنده کړه او له افغان امنیتي ځواکونو سره یې د نړیوالو ملاتړ ډیر اړین وباله. هغه ټینگار وکړ چې افغان حکومت باید د تیرو کلونو د لاس ته راوړنو ساتنه وکړي.

د نیکولای هیسوم په اند د اوسني افغان حکومت د بریا له پاره تر ټولو مهمه موضوع د خلکو اعتماد دی. هغه وویل چې حکومت باید ټولو افغانانو ته دا باور ورکړي چې استازیتوب یې کوي: «حکومت باید په شفافه توگه کارونه پر مخ یوسي او د اصلاحاتو د اجندا مهمه برخه باید عملي کړي.»

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس یې د خپلو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې له اداري فساد سره به مبارزه وکړي. غني د خپل کار له پیل سره د کابل بانک جنجالي دوسیه یووار بیا پرانیسته او په دې قضیه کې د یو شمیر ښکیلو کسانو شتمنۍ یې کنگل کړې.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مشر وویل چې د اداري فساد پر ضد مبارزه او نور ریفورمونه د افغانانو د اعتماد د جلبولو په برخه کې ډیر ارزښت لري. هغه زیاته کړه: «حکومت باید خلکو ته وښيي چې د یوې ښې راتلونکې له پاره هیله شته. دا یوه اساسي آزموینه ده. له افغان حکومت څخه د خلکو ملاتړ حیاتي دی ځکه دغه حکومت باید د اختلاس او اداري فساد پر ضد مبارزي تر څنگ ډیر نور مهم ریفورمونه پلي کړي.»

ولسمشر غني د خپل کار له پيل سره پر سیمه ییزو همکاريو او د سولي له لاري د افغانستان د ستونزي د حلولو هڅې پیل کړي دي. د یوناما مشر هم په دې برخه کې فعالیتونه ډیر اړین بولي او ټینگار کوي چې د سولي له راتلو سره د افغانستان اقتصادي ستونزي هم کمیدای شي.