1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

یوروپول د آس غوښي د پلورلو په تړاو ۶۶ کسان نیولې دي

۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبه

یوروپول ویلي دي چې ۶۶ کسان یې د آس د داسي غوښو د پلورلو په تور نیولي دي چې د انسانانو د خوراک له پاره مناسبه نه وې. د دغو کسانو په نیولو کې د اروپايي ټولني اتو غړو هیوادونو مرسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/2geSE
Pferdefleisch in Frankreich
انځور: Reuters

د اروپايي ټولنې پولیسو یا یوروپول، د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د آس غوښې د غیرقانوني خرڅلاو یوه ډله یې نیولې ده. پر دې ډلې باندي تور لګول شوی چې د آس ارزانه غوښه یې د غويي د قیمتي غوښې په نوم پلورله.

ویل کیږي چې د دغي ډلي مشر يو هالنډی دی چې په بلجیم کې نیول شوی دی. پر هغه باندي د جعل کارۍ و له ګواښ سره د عامه روغتیا د مخامخولو تور لګول شوی دی. پاتې ۶۵ کسان په هسپانيا کې نیول شوي او ورباندې بیلابیل تورونه لګول شوي دي.

یوروپول په یوه بیانیه کې ویلي دي: «۶۵ کسان په هسپانيا کې نیول شوي دي چې ورباندې له ژوی سره د تاوتریخوالي، جعلي اسنادو، د عدالت د تطبیق مخنیوی، د عامه روغتیا پر ضد جرمونو، د پیسو د سپینولو او د یوه جرمي سازمان د غړیتوب تورونه لګول شوي دي.»

یوروپول روښانه کړې ده چې په دې ترڅ کې بانکي حسابونه کنګل شوي، دارايي ګانې ضبط شوې او ځيني لوکس موټر هم نیول شوي دي.

په دغو عملیاتو کې چې همغږي یې څو میاشتي وخت نیولی دی د بلجیم، فرانسې، ایټالیا، پرتګال، رومانیا، سویس، بریتانیا او هسپانیا چارواکو ګډون لاره.

د آس د غوښو پر سر جنجالونه په لومړي سر کې د ۲۰۱۳م کال په جنوري میاشت کې رابرسیره شول. په دې وخت کې روښانه شوه چې د بریتانیا په مغازو کې پلورل کیدونکې د برګر غوښه سل په سله د آس غوښه وه. د ۲۰۱۶م کال په اوړې کې د هسپانیا چارواکو هم د آس د غوښو په سوداګري کې یوه بې نظمې ولیده. یوروپول ویلي دي چې تر دې وروسته څیړنې پر دغه هالنډي متمرکزي شوې.