1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتنه: یوه ښه ژباړونکی ډیره اغیزه لرلی شي

۱۳۹۶ آذر ۳, جمعه

پناه غوښتونکي تل یو ژباړونکي ته ضرورت لري څو خپل حالت په ریښتیني توګه له چارواکو سره شریک کړي. ګڼ شمیر مهاجرین له بې تجربه او یا ان له بې اعتماده ژباړونکو سر ټکوي چې بالاخره د دوی پناه غوښتنه له خطر سره مخامخوي.

https://p.dw.com/p/2oBAM
Deutschland Berlin Symbolbild - Antrag auf Asyl in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

الحارث اعلی تر فشار لاندې وو. نوموړي د سهار په ۸:۳۰ بجو په برلین کې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې په سازمان کې ملاقات درلود. په همدې سهار د هغه د پناه غوښتنې مصاحبه به د هغه تیر وخت وارزوي او د هغه راتلونکی به وټاکي.

په دې ورځ، هر څه د هغه په کیسه پورې تړلي وو. الحارث باید د خپل تیر وخت او په بغداد کې د خپل ژوند ټولې کیسې یو له بل سره ونښلوي چې پکې د مرګ ګواښونه، اختطاف، د پلار وژنه یې او د هغه د تیر ژوند خاطرې په کې شاملې دي. هغه اړ دی چې دغه ټول جزئیات په سمه توګه یو له بل سره وصل کړي.

د څلور ساعتونو په اوږدو کې نوموړي د خپل ژوند کیسه په خپله مورنۍ ژبه یعنې عربي ژبه بیان کړه.هغه چې د یوه ژباړونکي په مرسته غږیده، دا ستونزمنه وه چې د هغه کیسه په سمه توګه تصویر شي. خو هغه ډیر په ځان باوري وو: نوموړي د خپلې دوسیې له پاره د پولیسو اسناد هم په لاس لرل. مصاحبه کوونکي هغه ته وویل چې آلمان د هغه په شان خلکو ته ضرورت لري. هغه یو تکړه فارمسیست دی چې په پنځو ژبو خبرې هم کولی شي. الحارث د ژباړونکي په ارزښت ښه خبر دی ځکه چې هغه هم یو وخت ژباړونکی وو.

د ژباړونکي ارزښت او ځواک

تر دې اته میاشتې وروسته هغه یو داسې لیک ترلاسه کړ چې پکې هغه ته د خپلې پناه غوښتنې د رد په هکله خبر ورکړل شو. د خپلې مصاحبې په ترڅ کې، هغه چې په آلماني هیڅ نه پوهیده دا ورته له امکانه لیرې وو چې وپوهیږي د هغه د ژوند کیسه څرنګه بیان شوه او د مصاحبې په ترڅ کې څه په سمه توګه انتقال نه شول او یا کوم موضوعات نه وو ژباړل شوي یا تغیر ورکړل شوی وو.

الحارث په دې هکله وایي چې زما نه لار ورکه ده. ما پریکړه وکړه چې یو بل څوک پیدا کړم ترڅو د مصاحبې جزئیات له آلماني نه په عربي ژبه وژباړم. هغه زیاتوي چې بیا وروسته زه په دې وپوهیدم چې ژباړونکی یا په عربي ژبه او یا هم په ژباړلو نه پوهیده. د هغه ځینې ځوابونه د سوال مطابق نه وو او یا یې ځینې مهم جزئیات نه وو ژباړلي. الحارث وايي چې «زما باور نه راځي چې څومره اشتباهات پکې وو. دا زما کیسه نه وه.»

Bundesamts für Migration und Flüchtlinge Entscheider
انځور: picture alliance/dpa/F. von Erichsen

سیستماتیکې ستونزې

د الحارث له پاره ناسمې ژباړې دا وښووله چې دغه څه د هغه په ژوند څومره اغیز درلودی شي. پرو ازول یا په آلمان کې د مهاجرینو د ملاتړ سازمان یو له هغو سازمانونو څخه دی چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې په اداره کې یې د یوه مهم او اصلي عنصر په توګه د ژبې یا ژباړې خدمات په دې هیواد کې د پناه غوښتنې د لړۍ یوه سیستماتیکه ستونزه ګڼلې ده.

د پرو ازول د حقوقي پالیسو مشاوره بیلنډا بارتولوڅي، استدلال کوي چې د ژباړونکو د ګمارنې له لړۍ څخه هر څه واضح کیږي: «ژباړونکي د کمو پیسو په بدل کې د فریلانسر یا آزاد کارکوونکو په توګه ګومارل کیږي او تر دې وروستیو پورې د ژباړونکو د ګومارنې له پاره کومو حقیقي مدارکو ته هم اړتیا نه وه. د دوی د ژبې یا ژباړې د وړتیا معلومولو ارزونه هم نه کیده.»

په عین وخت کې د فدرال آلمان د ژباړونکو او ترجمانانو ټولنه (BDÜ) هم له مودو راهیسي د مهاجرینو له پاره د ژباړې د خدماتو د کیفیت د ښه والي غوښتنه کوله. د دې ټولنې یوه افسره یاسمین خالد جایسر وايي چې «د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې یا بامف له خوا زیاتره ګومارل شوي ژباړونکي زموږ له مسلکي ټولنې سره د یوځای کیدو له پاره اړین ظرفیت او د ژبې وړتیا نه لري.»

بل لوري ته بیا د بامف د ویاند په وینا دا مهمه ده چې آلمان د ۲۰۱۵م کال راهیسې د راغلو زیات شمیر مهاجرینو له امله له سختو ننګونو سره مخ دی: «د بیلګې په توګه د تیر کال په ترڅ کې د ګڼ شمیر ژبو غږیدونکي له ۴۴۵ زره څخه د ډیرو مهاجرینو مصاحبې ترسره شوي. د دې کار له پاره ګڼ شمیر ژباړونکو ته اړتیا ده.»

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره بیا زیاتوي چې دوی د فریلانس یا آزاد ژباړونکو شمیر هم تر پخوا ډیر کړی. د دې ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د دې راز ژباړونکو ټولټال شمیر ۲۶۰۰ تنه وو چې د روان ۲۰۱۷م کال تر سپتمبر میاشتې پورې یې شمیر بیا ۷۵۰۰ ژباړونو ته لوړ شوی او دوی کولای شي چې په ۴۷۲ بیلابیلو ژبو د ژباړې خدمات وړاندې کړي.

(a.k.h/m.s (DW