یو افغان پناه غوښتونکی تر اتو میاشتو وروسته له کلیسا ووت
۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبهپه بايرن ايالت کې د کليسايي پناه غوښتنو په چارو کې پخوانی همغږی کوونکی، شتيفن تئو رایشل وويل چې دغه ۲۳ کلن افغان مهاجر، له مشروطې قبولې څخه برخمن شوی دی، چې د هغې له مخې افغانستان ته يې اخراج ممکن نه دی.
د دغه افغان مهاجر قضيه تير کال د آلمان په کچه د خبرونو په سر کې ځای نيولی وو. هغه د اوو کلنو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. دغه افغان په مونشن کې د کسب او کور چيښتن دی او ترڅنګ په فوټبال ټيم کې يې هم فعاليت درلود.
د دغه ځوان د پناه غوښتنه مخکې رد شوې وه او په آلمان کې په اصطلاح د « تحمل شويو» مهاجرو په رديف کې راغلی وو.
په پام کې وو چې هغه د ۲۰۱۶ کال په دسمبر مياشت کې د افغانانو په لومړني ډليز پرواز کې کابل ته وليږدول شي خو دغه افغان مهاجر په ورستيو دقيقو کې ځان وژغوره او يوې کليسا ته يې پناه ویوړه.
د بايرن په کليسا کې د پناه غوښتنې د چارو د پخواني همغږي کوونکي رايشل د څرګندونو په حواله، د آلمان د مهاجرت ادارې څخه د دغه ځوان بياځلي پناه غوښتنه دومره ګټوره تمامه شوه چې هغه له آلمانه اخراج نشي او د پناه له مشروطې ژغورنې څخه برخمن شي.
رایشل وايي چې ډير شمير افغان مهاجر افغانستان ته د اخراج څخه د ژغورنې په موخه کليساو ته پناه وړې او دغه ځوان يو د هغو افغان مهاجرو څخه دی چې په لومړيو کې يې کليسا ته پناه وړې وه.
په کليساو کې د پناه غوښتنې د چارو دغه پخوانی همغږی کوونکی ټينګار کوي چې اوس باید افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج په « عمومي توګه ودرول شي».