1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو اخراج شوی افغان مهاجر بیرته آلمان ته راوستل کیږي

۱۳۹۶ آبان ۲۷, شنبه

یوې آلمانۍ رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې یو ۲۳ کلن افغان مهاجر چې خپل هیواد ته د یوې ناسمې پریکړې له مخې اخراج شوی وو، اوس بیرته د دسمبر میاشتې پر ۱۱مې نیټې آلمان ته راستنیږي.

https://p.dw.com/p/2nrI8
Deutschland Abschiebeflug vom Flughafen Leipzig-Halle nach Kabul
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

آلمانۍ انترنتي رسني «فوکس انلاین» د شنبې په ورځ ویلي دي چې یو ۲۳ کلن افغان مهاجر چې د یوې ناسمې پریکړې له مخې له آلمان څخه ایستل شوي وو او بیا افغانستان ته اخراج شوی وو، اوس یو ځل بیا آلمان ته سنیږي.

د دې رسني په رپوټ کې راغلي دي چې دغه موضوع په داسې حال کې د مهاجرت د حقوقي اړخ مغلقتیا په ډاګه کوي، چې همدا اوس آلماني ګوندونه د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو په مقدماتي خبرو اترو کې پر دې موضوع باندې بحث کوي چې څرنګه د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ یو څه اسانه کړي.

د فوکوس انلاین د رپوټ په حواله د دغه ۲۳کلن افغان مهاجر مدافع وکیل د آلمان پر فدرال حکومت باندې اقامه دعوا کړې ده چې مؤکل یې ورته له قانون څخه په تخطي کولو سره اخراج کړی دی.

دې رسنې ویلي دي چې اوس نو پریکړه شوې ده چې د دسمبر پر ۱۱مه نېټه دغه افغان بیرته آلمان ته راشي. تر دې مخکې د اکتوبر میاشتې په پای کې د آلمان حکومت په دې تړاو د آلمان د زیګمارینګن ښار د محکمې حکم منلی وو او اوس یې له مخې د دغې ځوان د بیرته راتلو چارې تنظیموي.

دغه ۲۳ کلن افغان د بلغاریا له لارې آلمان ته راغلی وو او د روان کال د جولای میاشتې پر اتمه نیټه یې د آلمان په تو بینګن ښار کې د پناه غوښتنه کړې وه.

له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو اخراج یوه جنجالي موضوع پاتې شوې ده. د مهاجرو د حقونو ډیر شمیر مدافع سازمانونه افغانستان یو امن هیواد نه بولي او له همدې کبله دې هیواد ته د اخراجونو د دریدو غوښتنه کوي، خو د آلمان فدرال حکومت بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې داسې ځینې سیمې شته چې امن بلل کیدای شي او رد شوي پناه غوښتونکي ورته استول کیدای شي.