یمن: له مرګ څخه د ژوند پر لور د سعیده سفر
په جګړه ځپلي هیواد یمن کې ۱۸ کلنه سعیده د خوارځواکۍ ښکار ده. دغه انځورونه د هغې تر وخت مخکي مرګ څخه د ژوند پر لور د سفر کیسه بیانوي.
د کړاوونو خطرناک ثبوت
د سره بحیرې په ساحل کې د الحدیده په ښار کې د اتلس کلنې سعیدې اخیستل شوی دغه انځور د هغې د ژوند دردونکي وضعیت کیسه بیانوي. دغه انځور پر دې هم دلالت کوي چې په دغه سیمه کې د خوراکي توکو د کمښت له امله انساني ناورین د زیږیدو په درشل کې دی.
یوه خندا
سعیده پلازمېنه صنعاء ته لیږدول شوې وه. په روغتون کې تر څو اونۍ تیرولو وروسته هغه لږ تر لږه د خندا کولو شوې وه. د خوراک د کمې له امله په دې وخت کې هم خبرې کول د هغې له پاره یو ستونزمن کار وو. د سعیدې مور پلار اوس هم پریشانه دي، ځکه سعیده تر اوسه پورې یوازې طبي خواړه خوري.
د ټول عمر رنځ او ناروغي
کله چې سعیده روغتون ته راوړل شوه، نو هغې حتی خپلې سترګې هم نه شوې خلاصولې. د داکترانو په خبره د سعیدې بدن ته دومره زیان رسیدلی دی چې هډوکې یې هیڅ کله هم خپل نورمال حالت ته نه شي راګرځیدلی.
بالاخره په وژن کې زیاتوالی
د سعیدې پلار احمد له خپلې لور سره په روغتون کې پاتې کیږي. هغه وایې چې اوس یې د لور وزن ۱۶ کیلو ګرامه شوی دی. کله چې سعیده روغتون ته راوستل شوې وه، وزن یې ۱۱ کیلوګرامه وو. د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې څخه مخکې د هغې وضعه دومره خرابه نه وه، خو د یمن د کړکیچ، ولږې او غربت او په دې هیواد کې د کورنیو کشمکشونو له امله د هغې حالت نور هم خراب شو.
خوار ځواکي
د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د یمن د نږدې ۲۸ میلیونه وګړو څخه شاوخوا نیمایې یې د خوراکي موادو د کمښت له ستونزې سره لاس او ګریوان دي. د دغه هیواد ۷ میلیونه نفوس چې د یوه وخت ډوډۍ وخوري بیا نو نه پوهیږي چې بل وخت به کله ترلاسه کوي.
سعیده له روغتون څخه د باندې
د جګړو له امله تر ټولو بی وزله عربي هیواد(یمن) د قحطۍ په درشل کې دی، دا په داسې حال کې چې د بې کوره شوو کسانو شمیر له دریو میلیونو هم زیات شوی دی. تعز او الحدیده هغه ولایتونه دي چې په دغه جګړه کې تر ټولو زیات زیان ورته اوښتې دی.
د خوراکي توکو د کمښت یو دلیل
د یمن د جګړې په پيل کې دغه هیواد ته د تلونکو او راتلونکو بیړیو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی وو. د یمن ساحلونو ته د خوراکي توکو لیږدونکو کیشتیو په تګ راتګ کې د پام وړ یعنې د پخوا په پرتله سم نیمایې کموالی رامنځته شوی.
دلته هم پام وکړئ
یمني ښځو د خوراکي توکو د کمښت له امله په خوارځواکي د اخته ماشومانو انځورونه پورته کړي دي. تر اوسه پورې د یمن په جګړه کې لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.