1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یاغیانو په بنګله دیش کې د اختر پر مراسمو برید وکړ

آژانسونه/ م.ج.۱۳۹۵ تیر ۱۷, پنجشنبه

یاغیانو په بنګله دیش کې د اختر پر مراسمو باندې برید کړی چې پایله کې یې دوه کسان وژل شوي. لومړی چاودنه شوې او بیا ډزې او نښتې رامنځ ته شوي. په وروستیو وختونو کې په بنګله دیش کې امنیتي پیښې ډیرې شوې دي.

https://p.dw.com/p/1JL5x
Bangladesch Dhaka Moslems beim Ramadanfest
انځور: Getty Images/AFP

د پنجشنبې په ورځ شکمنو اسلامپالو لومړی په کور کې جوړ شوی بم وچوه او بیا یې جګړه پیل کړه. برید د اختر د لمونځ پر مهال شوی دی.

چارواکو ویلي دي چې پیښه په کیشورینګانج سیمه کې رامنځ ته شوې ده. په دې سیمه کې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ کسان د اختر د لمانځلو له پاره سره راټول شوي وو.

تر چاودنې وروسته پولیسو پر برید کوونکو باندې ډزې وکړې او د هغوی له ډلې څخه یو یې وواژه. د بنګله دیش د معلوماتو وزیر وویل چې د برید هدف هغه پولیس وو چې د مراسمو امنیت یې ټینګوه.

په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي موهابوبور رحمان، وویل: «هغوی د پولیسو پر پوستې باندې یو بم واچوه. یو پولیس په چاودنه کې ووژل شو. یو برید کوونکی وژل شوی او بل یې بیا پولیسو نیولی دی.»

پولیسو ویلي دي چې په برید کې څو تنو ګډون کړی وو او یو شمیر یې تر چاودنې او له پولیسو سره تر نښتې وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو هغه د بنګله دیش په پلازمنه داکه کې پر یوه رستورانت باندې د اسلامي دولت د جنګیالیو تر برید یوازې یوه اوونۍ وروسته ترسره کیږي.

په بنګله دیش کې له ۲۰۱۳ کال راهیسې دغه شان بریدونو زور اخیستی دی چې ډیر وخت یې هدف مذهبي لږکۍ وي. که څه هم د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په بنګله دیش کې د ډیرو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده، خو په داکه کې حکومت وایي چې په دې هیواد کې ترسره شوي بریدونه له بهر څخه پلان شوي نه دي. حکومت د بریدونو له کبله پر خپلو سیاسي مخالفیونو باندې سختې نیوکې کړي دي.