1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گرمۍ په پاکستان کې تر۶۰ زيات کسان وژلي دي

۱۳۹۷ خرداد ۱, سه‌شنبه

په کراچۍ کې د گرمۍ سختي څپې تر۶۰ زیات کسان وژلي دي. یوه مرستندویه سازمان ویلي دي دا چې د تودخې درجه اوس هم لوړه ده نو د نورو کسانو د مړه کیدو اټکل هم کیږي.

https://p.dw.com/p/2y60n
Pakistan Hitzewelle
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

له ایدي مرستندویه سازمان څخه فیضل ایدي، ویلي دي چې اوس په دې ښار کې د تودخې درجه ۴۴ ده. یوه بل ځایي چارواکي بیا زیاته کړې ده چې تمه کیږي په دې سیمه کې د تودوخې دغه څپه تر پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي.

چارواکو د هوا د تودوخې له کبله د کراچۍ ښار په روغتونونو او کلینیکونو کې اضطراري حالت اعلان کړی دی. د روغتیا اداري چارواکي نصیر دراني، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په ۲۰۱۵م کال کې هم د ورته حالاتو له کبله په کراچۍ کې د مړيني ۲۰۰۰ پيښي شوي وې.

د ایدي په خبره ډیر مړه شوي وګړي هغه کسان ول چې په دې توده هوا کې يې روژه نیولې وه. له بلې خوا ځايي اوسیدونکي زهیرالدین بابر، ویلي دي چې د بریښتا نه شتون بیا وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.

تیره میاشت کراچۍ ته نزدې د یوه ښار د تودخې درجه ۵۰ ته لوړه شوه. دا په اپريل مياشت کي په نړۍ کې د تودوخي تر ټولو لوړه درجه ثبت شوې ده.