1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګل بخاري په لاهور کي چا «تښتولې» وه؟

۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

پاکستان الاصله بریتانوۍ فعاله چې د پاکستان پر پوځ باندي په نیوکو مشهوره ده، تیره شپه په لاهور کې تر «تښتول» کیدو څو ساعته وروسته بیرته آزاد شوې ده. دغه خبر د هغې کورنۍ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2z0Bq
Pakistan Demo vermisste Blogger
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/Zumapress.com

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ۵۲ کلنه ګل بخاري، یوه ورځ وروسته له هغې وتښتول شوه چې د پاکستان پوځ په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې دوی هغه وګړي څاري چې پر پاکستان انتقاد کوي. دا په داسې حال کې ده چې په مخ پر زیاتیدونکي توګه د بیان د آزادۍ د سرکوبولو څخه یادونه کیږي.

د ګل بخاري خاوند علي نادر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې میرمن یې په لاهور کې یوه تلویزوني چینل ته پر لار وه چې ودرول شوه. د هغه په خبره په پام کې وه چې بخاري د شپې ناوخته په یوه تلویزوني خپرونه کې د شنونکي په توګه راڅرګنده شي.

علي نادر د وټس اپ، په پیغام کې لیکلي دي: «هغه د شپې شا او خوا ۱۰:۴۰  دقيقې وقت نیوز، ته د تللو له پاره له کوره ووتله خو ظاهراً د لارې په اوږدو کې وتښتول شوه. داسې ګومان کیږي چې هغوی په ساده جامو کې ول، خو موږ نور معلومات نه لرو.»

خو خاوند یې بیا د شپې ناوخته د ګل بخاري بیرته آزادیدل تائید کړل، خو په دې هکله یې نور جزئیات په ډاګه نه کړل. د وقت نیوز، تلویزوني سرچینې نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې د ګل بخاري د تښتونې پيښه د ښار په هغه سیمه کې رامنځ ته شوې ده چې کنترول ئې د پوځ په لاس کي دی.

په اسلام آباد کې د بریتانيا سفارت د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې دوی د رپوټ کړل شوي پيښه څخه خبر دي او ورته د «کونسلي مرستې د رسیدګۍ هڅه کوي.» سفارت د ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي دي: «موږ تیره شپه د ګل بخاري د تښتولو د رپوټونو په هکله ډیر اندیښمن یوو.»

پر ټولنیزو شبکو د ګل بخاري د تښتولو خبر د خلکو د غوسې سبب وګرځید او خلکو د هغې د تښتولو پر پيښه سخت انتقاد وکړ. د خبریالانو د خوندي ساتنې کمېټې (سي پي جی) هم د نوموړې فعالې پر تښتولو انديښنه څرګنده کړې ده.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان په تیره لسیزه کې د جبري تښتونې تاریخ لري چې زیاتره يي د افغانستان پولې ته څیرمه کړکیچنو سیمو او په ناکراره سویلي ایالت بلوچستان کي سوي دي.

خو په دې وروستیو کلونو کې دغه شان پيښي د پاکستان په سترو ښارونو لکه کراچۍ، لاهور او آن په پلازمېنه اسلام آباد کې زیات شوي دي.

مخ پر زیاتیدونکي توګه هغه فعالان او خبریالان په نخښه کیږي چې د دولت او پاکستان پوځ پر تګلارو انتقاد کوي. خو د پاکستان پوځ په دغه ډول پیښو کې لاس لرل تل ردوي.

ځینې کسان چې په تیرو وختونو کې تر تښتول کیدو وروسته بیرته آزاد شوي دي د شکنجې خبره کوي، خو ځیني یې بیا د خپلو تښتونکو نومونو د په ډاګه کولو څخه ډډه کوي.

خو ځیني لا هم د فعال رضا خان، په څیر لادرکه دي چې د ۲۰۱۷م کال په دسمبر میاشت کې تښتول شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شريف هم پر امنیتي دستګاه او د هغې پر پالیسو باندي انتقاد کړی دی چې پر نورو سربیره پکښې د خلکو د ورکیدو موضوع هم شامله ده.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جون څلورمه) د یوه پراخ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د وروستیو انتقادونو پر وړاندې غبرګون وښود.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال آصف غفور، په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «موږ د دې وړتیا لرو چې ټولنیزي رسنۍ وڅارو چې څوک څه کوي.»