1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګروسمن له ولسمشر کرزي سره د سولي د بهیر په اړه خبري کوي

۱۳۹۰ بهمن ۱, شنبه

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانکړی استازی، مارک ګروسمن، د شنبې په ورځ کابل ته ورسید چي له ولسمشر کرزي سره د افغانستان د سولي د بهیر په اړه خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/13nX9
ګروسمن تر دې مخکي پاکستان ته د ورتګ اجازه تر لاسه نه کړه
ګروسمن تر دې مخکي پاکستان ته د ورتګ اجازه تر لاسه نه کړهانځور: AP

ګروسمن په یوه بیانیه کي ویلي دي: «متحده ایالات چمتو دي چي په افغانستان کي د افغانانو په مشرۍ د سولي د خبرو اترو له بهیر سره مرسته وکړي. او د افغانستان جګړي ته د سولي له لاري د پای ټکی کیږدي.»

ګروسمن په داسي حال کي افغانستان ته سفر کوي چي طالبانو ویلي له متحده ایالاتو سره د سولي د لومړنیو خبرو اترو له پاره په قطر کي د یو سیاسي دفتر د پرانستلو په اړه یوې لومړنۍ موافقي ته رسیدلي دي.

ولسمشر کرزی اندیښه لري چي د طالبان او امریکا تر منځ د سولي له موافي څخه بي خبره پاتي شوی دﺉ.
ولسمشر کرزی اندیښه لري چي د طالبان او امریکا تر منځ د سولي له موافي څخه بي خبره پاتي شوی دﺉ.انځور: AP

که څه هم افغان حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ له خبرو اترو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دﺉ، خو ولسمشر کرزی اندیښه لري چي د سولي له بهیر څخه لیري پريښودل شوی دﺉ. اوس د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنتن، مارک ګروسمن افغانستان ته استولی دﺉ ترڅو ولسمشر کرزی د طالبانو او امریکا تر منځ د سولي د خبرو له جزئیات څخه خبر کړي.

واشتګټن تل ویلي دي چي په افغانستان کي باید د سولي هر بهیر د افغان حکومت په مشرۍ پر مخ ولاړ شي. هیلري کلنتن په دې اړه ویلي دي: «ما ولسمشر کرزي ته دا خبره روښانه کړې ده چي مونږ به د سولي په برخه کي له هغه سره کار وکړو.»

یو امریکایي چارواکي ویلي دي چي که ولسمشر کرزی د طالبانو او امریکا تر منځ د سولي د خبرو له جزئیاتو سره موافقت وکړي نو کیدای شي چي عملي خبري اتري ژر پیل شي.

ګروسمن غوښتل چي پاکستان ته هم سفر وکړي خو د پاکستاني چارواکو له خوا ئې د دغه کار اجازه تر لاسه نه کړه. پاکستان وویل چي اوس له متحده ایالاتو سره پر خپلو اړیکو باندي غور کوي او له همدي کبله نه غواړي چي ګروسمن اسلام آباد ته سفر وکړي.

د پاکستان او امریکا اړیکي له هغه وروسته تر بل هر وخت ډیري ترینګلي شوي چي د ناټو په یو هوایي برید کي ۲۴ پاکستاني سرحدي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان د سولي د بهیر بیا پیل

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبري اتري له هغه وروسته په ټپه ودریدي چي یو ځانمرګي برید کوونکي چي ځان ئې د طالبانو استازی باله، د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر، برهان الدین رباني، په خپل کور کي وواژه.

د رباني تر وژل کیدو، په افغانستان کي د سولي خبري ودریدلي.
د رباني تر وژل کیدو، په افغانستان کي د سولي خبري ودریدلي.انځور: picture alliance / dpa

تر دې پیښي وروسته ولسمشر کرزي وویل چي تر هغو به له طالبانو سره د سولي خبري و نه کړي چي له هغوی څخه یو مشخص ادرس په لاس کي نه وي.

د افغانستان د سولي خبري هغه وخت یو ځل بیا پیل شوي چي طالبانو د رواني میاشتي په پیل کي اعلان وکړ چي له امریکا سره په قطر کي د یو سیاسي دفتر د پرانستلو په اړه لومړنۍ موافقي ته رسیدلي دي. که څه هم افغان حکومت له دغه بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دﺉ خو اندیښه لري چي د خبرو له جزئیاتو څخه لیري پاتي شوی دﺉ.


مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض