1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګابريل د خليج له يوې جګړې څخه خبرداری ورکړ

۱۳۹۶ خرداد ۲۱, یکشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، زيګمار ګابريل، د دې خطر ويني چې د د سعودي عربستان او د هغه د متحدينو له خوا د قطر انزوا ښايي د يوې جګړې نتيجه ولري.

https://p.dw.com/p/2eTYR
Bundeausßenminister Sigmar Gabriel in Libyen
انځور: Reuters/I. Zitouny

د خليج کړکېچ ښايي د آلمان د بهرنيو چارو د وزير، زيګمار ګابريل، په خبره له کنتروله ووځي. د سوسيال دموکرات ګوند دغه سياستوال د «فرانکفورتر الګېماينه زونتاګسڅايتونګ» په حواله ويلي دي: «د دې خطر شته چې له دغه رقابت څخه جګړه جوړه شي.»

د ګابريل په خبره د عربي ورونو ملتونو او ګاونډيو هېوادونو تر منځ سخت چلن ډېر «ډراماتيک» شکل نيولی دی. نوموړي په تېرو څو ورځو کې د سعودي عربستان، قطر، ترکيې، ايران او کويټ له خارجه وزيرانو سره تليفوني يا مستقيمې خبرې کړې دي. ګابريل وويل: «په دې اوونۍ کې تر شويو خبرو وروسته اوس پوهيږم چې وضع څومره جدي ده. خو زه په دې عقيده يم چې د پرمختګونو له پاره هم ښه چانسونه شته.»

د ده په اند يوازې د مخالفو اړخونو تر منځ خبرې اترې مرسته کولای شي. د اوونۍ له پيلېدو راهيسې د ډېرو کلونو راپه دې خوا تر ټولو ستر ديپلوماتيک کړکېچ په خليج کې راټوکېدلی دی. سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو له قطر سره ارتباطات پرې کړي او سرحدات يې هم تړلي دي. دغه هېوادونه پر قطر باندې تور لګوي چې د «اسلامي دولت» په څېر د ترهګرو سازمانونو ملاتړ کوي او له شيعه مذهبه ايران سره هم نژدې روابط پالي.

د جمعې په ورځ د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ قطر د اوږدو کلونو په ترڅ کې د افراطيانو مالي ملاتړکوونکی هېواد بللی وو. سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرين د ترمپ څرګندونو ته هر کلی ويلی دی. د روسيې حکومت په دې ترڅ کې له قطر او د هغه له ګاونډيو هېوادونو څخه د ديالوګ غوښتنه کړې او ځان يې د منځګړي په توګه ورته پېشنهاد کړی دی. خو د امريکا له متحده آيالاتو څخه د قطر د کړکېچ په هکله ضد او نقيضې اشارې شوې دي.

واشنګټن يو ځل بيا کوم واحد دريځ خپل کړی نه دی. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، رېکس ټيلرسن د جمهور رئيس ترمپ په پرتله ډېر نرم وغږېد. ټيلرسن په سعودي عربستان او نورو ښکېلو هېوادونو باندې غږ وکړ چې د قطر انزوا دې پای ته ورسوي. په ورته وخت کې يې له دوحه څخه وغوښتل چې د نورو هېوادونو غوښتنې جدي ونيسي او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې زياتې هلې ځلې پورته کړي. د سپينې ماڼۍ يوه جګپوړي کارکوونکي د امريکا په حکومت کې ليدل شوي اختلافات البته کم وبلل. دغه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، وويل چې ترمپ او ټيلرسن عين نظر لري او دا چې له ټولو ملګرو هېوادونو سره خبرې به دوام ومومي.

په واشنګټن کې د قطر سفير، مشعل حمّد الثاني د متحده آيالاتو له حکومته وغوښتل چې د نورو هېوادونو تر تاثير لاندې دې نه راځي. هغه په تويتر کې وليکل چې «د ترهګرۍ د تمويل ستونزه نړيواله ده چې هيڅ خاص هېواد يې نه شي حلولی او دا چې قطر هم ورته مقاوم نه دی.» د ده په خبره قطر د کلونو راهيسې له متحده آيالاتو سره يو ځای د افراطيت په وړاندې مبارزه کوي. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2015):