1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کېمرون: له خپلي دندې به استعفی وکړم

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۴, جمعه

د برېکسيټ ولسپوښتنې (له اروپايي اتحاديې د بريتانيې وتنې) په تړاو وروستي خبرونه دلته لوستلای سئ. ډيويډ کېمرون وايي چي د اکتوبر تر مياشتي به له دندي ليري سي.

https://p.dw.com/p/1JCHQ
Großbritanien Cameron kündigt Rücktritt an
انځور: Reuters/S. Wermuth

ايا بريتانيه په اروپايي اتحاديه کي پاته سي او که ورڅخه ووځي؟ دا هغه سوال ؤ چي بريتانويانو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۳مه نېټه) په تر سره سوي رېفراندم يا ولسپوښتنه کي جواب کړ. په دغه رېفراندم اکثريت رايه اچونکو د دې په حق کي رايي اچولي چي بريتانيه له اروپايي اتحاديې ووزي.

د آلمان ږغ ډويچه وېله پښتو پاڼي په دغه مطلب کي تاسو ته د برېکسيټ سره تړلي وروستي خبرونه خپروي. پر دغه موضوع وروستي خبرونه همدلته لوستلای سئ:

د سکاټلنډ حکومتي مشره له بريتانيې د بېلتون پر بله ولسپوښتنه غور کوي
جمعه، ۰۱:۰۲ بجې
د سکاټلنډ حکومتي مشره نیکولا سټرجن پر دې غور کوي چي ايا له بريتانيې د سکاټلېنډ د بېلوالي په مقصد د بل رېفراندم غوښتنه وکړي او که څنګه. نوموړې د جمعې په ورځ وويل چي د دا ډول يو رېفراندم له پاره به قانوني لاري چاري برابري کړل سي.
نيکولا سټرجن وايي له بريتانيې د بېلېدو پر نوي ولسپوښتني غور کوي
نيکولا سټرجن وايي له بريتانيې د بېلېدو پر نوي ولسپوښتني غور کويانځور: Reuters/C. Kilcoyne
+++

د مېرکل لومړی غبرګون
جمعه، ۱۲:۴۰ بجې
د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل په برلين کي وويل چي د برېکسيټ له کبله خواښينې ده. هغې دغه څرګندونې و خبري کانفرانس ته د وينا پر وخت وکړه. د هغې په وينا دا د اروپا له پاره يو لوی بدلون دی. مېرکل وويل چي «دا خبره بايد هيڅکله هيره نه کړو، چي د اروپايي اتحاديې مفکوره د سولي مفکوره وه.» مېرکل وويل چي بايد په عجله کي نتيجه ګيرۍ ونه سي او هر څه بايد اوس په سړه سينه تر سره سي.
د آلمان صدراعظمه انګېلا مېرکل د برېکسيټ په تړاو خپل غبرګون ښيي.
د آلمان صدراعظمه انګېلا مېرکل د برېکسيټ په تړاو خپل غبرګون ښيي.انځور: Reuters/H. Hanschke
+++
ټرمپ په برېکسيټ خوښي څرګنده کړې ده
جمعه، ۱۲:۰۷ بجې
ډونلډ ټرمپ هم د برېکسيټ په تړاو خپل غبرګون ښودلی: د هغه په وينا «بريتانويانو پر خپل هيواد کنټرول بېرته په لاس راوړی.»
+++

موسکوويچي د اروپايي اتحاديې له پاره د ماليې د وزير غوښتنه وکړه
جمعه، ۱۰:۰۶ بجې
د اروپايي اتحاديې د پيسو کميسار پيېر موسکوويچي غواړي چي د برېکسيټ وروسته د اتحاديې پاته غړي هيوادونه خپل تر منځ شراکت لا زيات کړي. هغه د فونکه په نوم د رسنيو ډلې ته ويلي دي چي په دې ترڅ کي دي اروپايي اتحاديه خپل د ماليې وزير ولري.

+++


مېرکل له ګوندونو سره مشورې کوي
جمعه، ۹:۴۷ بجې
د آلمان صدراعظمه انګېلا مېرکل به په ۱۱:۳۰ بجو د آلمان د پارلمان له ډلو او ګوندونو سره ملاقات وکړي. هغه به په دغه ملاقات کي د برېکسيټ په تړاو سلامشورې وکړي. د آلمان يو شمېر حکومتي غړو تر مخه لا د برېکسيټ په تړاو خپله خواښيني څرګنده کړې وه. انګېلا مېرکل به په ۱۲:۳۰ بجو د برېکسيټ په تړاو خپل غبرګون روښانه کړي او په تړاو به يې رسنيو ته وينا واوروي.


+++

کېمرون وايي چي استعفی به وکړي
جمعه، ۹:۲۵ بجې
د بريتانيې لومړي وزير د برېکسټ د ريفراندم د پايلو د راڅرګندېدو وروسته په خپل لومړي غبرګون کي وويل چي د لومړي وزارت چوکۍ به خوشي کړي. هغه وويل چي د بريتانوي ولس اراده بايد عملي کړل سي.
د بريتانيې لومړی وزير ډېويډ کېمرون
د بريتانيې لومړی وزير ډېويډ کېمرونانځور: Reuters/S. Wermuth
+++

د داکس اسعارو بازار د ۲۰۰۸ کال راهيسي تر ټولو ټيټ
جمعه، ۹:۰۷بجې
په بريتانيه کي د برېکسيټ د پايلو د څرګندېدو وروسته د اسعارو بازارونو ريکارډ تاوانونه کړي دي. په دې ترڅ کي د داکس بازار ۹،۹۸ فيصده رالوېدلی دی.

+++

توسک: «د وارخطا غبرګونونو وخت نه دی»
جمعه، ۹:۰۳ بجې
د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس دونلد توسک د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هيوادونو په استازيتوب ويلي دي چي هيڅ حقوقي خلا به رامنځ ته نه سي. د هغه په وينا د اروپايي اتحاديې قواعد د بريتانيې له پاره تر هغه وخته پر ځای پاته دي، تر څو چي د بريتانيې وتنه بشپړه سوې نه وي. نوموړي ويلي چي دا يو ډېر جدي حالت دی، «خو د وارخطا غبرګونونو وخت نه دی. موږ ځانونه د داسي حالت له پاره ترمخه لا تيار کړي ول.»

+++

برېکسټ ولسپوښتنه، نتايج
جمعه، ۸:۳۹ بجې
ټولي رايي شمېرل سوي دي او د برېکسيټ د پلويانو رايي په اکثريت کي دي. وروستۍ پايلي ښيي چي په اروپايي اتحاديه کي د پاته کېدو په حق کي ۴۸،۱ فيصده او د وتلو په حق کي ۵۱،۹ فيصده رايي کارول سوي دي.
+++

د اسعارو بازارونه په منفي کي

Infografik EU-Referendum UK Brexit PASH

جمعه، ۸:۳۱ بجې
د بريتانيې پيسه پاونډ ارزانه سو او د اسعارو بازارونه په منفي کي روان دي. په دې ترڅ کي داکس د ۲۰۰۸ کال راهيسي تر ټولو ټيټ تللی دی.

+++

هېمونډ:«کېمرون به لومړی وزير پاته سي»
جمعه، ۸:۱۸ بجې
په بريتانيه کي د برېکسيټ ولسپوښتنه د لومړي وزير ډېويډ کېمرون له پاره يوه روښان او سخت شکت دی. د بريتانيې د بهرنيو چارو د وزير هېمنډ و «سکای نيوز» تلويزيوني کانال ته د کېمرون په تړاو وويل: «هغه به لومړی وزير پاته سي او د برېتانوي ولس فيصله به عملي کړي.»
+++

د بي بي سي رسنۍ په آند پايله څرګنده سوه
جمعه، ۸:۱۰ بجې
د بي بي سي د خبر له مخي د رايې اچونې د ټولو مراکزو اچول سوي رايي شمېرل سوي دي. د دغو شمېرنو له مخي د برېکسيټ يعني له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو په حق کي ۵۱،۹ فيصدو او د پاته کېدو په حق کي ۴۸،۱ فيصدو رايه اچونکو رايي اچولي دي.

د بهرنيو چارو وزير هېمونډ
د بهرنيو چارو وزير هېمونډانځور: Getty Images/AFP/N. Halle'n
+++

شتاين ماير: «يوه غمګينه ورځ»
جمعه، ۶:۵۹ بجې
د آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل مرستيال او د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند رئيس زيګمار ګابريل او په همدې شان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د برېکسيټ د رايو په تړاو خپل نظر څرګند کړ. شټاين ماير پر خپله ټويټر پاڼه وليکي چي د برتيانې وتنه «په حقيقي توګه وېښوونکې ده.» هغه ليکلي چي داسي برېښي چي دا به «د بريتانيې او اروپا له پاره يوه غمګينه ورځ وي.»

+++

په وروستيو دقيقو کي
پنجشنبې، ۲۲:۵۸ بجې
د دې څخه څو دقيقې تر مخه چي د رايي اچونې مراکز وتړل سي، د لندن پخواني ښاروال او د برېکسيټ پلوي کوونکي سياستوال بوريس جانسن خپله رايه وکاروله.