1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیم جون اون: د اتومي وسلو تڼۍ مې تل د میز پر سر ده

۱۳۹۶ دی ۱۱, دوشنبه

شمالي کوریا په ۲۰۱۷م کال کې په خپل اتومي او د بالیستیک توغندیو په پروګرامونو کې د پام وړ پرمختګ وکړ. د دې هیواد مشر ویلي دي چې هیواد به یې اوس خپل توجه د دغو وسلو پر لوړه کچه تولید باندې متمرکزه کړي.

https://p.dw.com/p/2qBM2
Nordkorea Kim Jong-un
انځور: Getty Images/AFP/KCNA

د شمالي کوریا مشر کیم جان یون، د دوشنبې په ورځ  د نوي کال په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې هیواد یې په ۲۰۱۷م کال کې خپلي اتومي زيرمي پوره کړې دي. د هغه په خبره دغه لاس ته راوړنه به د تل له پاره د دې مخه ونیسي چې امریکا متحد ایالات پر دې هیواد باندې برید وکړي.

کیم د نوي کال په مناسبت په خپله تلویزیوني وینا کې وویل: «شمالي کوریا کولای شي چې د امریکا متحدو ایالاتو له هر ډول اتومي برید سره مقابله وکړي او داسې قوي اتومي مخنیوکي امکانات لري چې له اور سره د امریکا متحدو ایالاتو د لوبو کولو مخه به ونیسي.»

د دښمنیو کال

په ۲۰۱۷م کال کې د شمالي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو تر منځ د ترینګلتیاو یوه نوي لوړۍ اوج ته ورسیده. په دې کال کې شمالي کوریا د نړیوالو اعلامیو خلاف څو اتومي او د بالیستیک توغندیو آزموینې وکړې.

په سپتمبر میاشت کې شمالي کوريا خپله تر ټولو پیاوړي اتومي سرګلوله وآزمویله. په نومبر میاشت کې یې بیا خپل تر ټولو د لیرې واټن ویشتونکي بالیستیک توغندی امتحان کړ. شمالي کوریا ادعا کوي چې دغه توغندی کولای شي چې د امریکا متحدو ایالاتو هري سیمې ته اتومي سرګلولې ولېږدوي.

کیم وویل: «امریکا متحد ایالات زموږ د اتومي وسلو د رسیدو په ساحه کې دي او د اتومي وسلو تڼۍ تل زما د کار پر میز وي. دا حقیقت دی، نه یو ګواښ.»

د شمالي کوریا مشر وویل چې د هیواد امنیت يې د گواښ په صورت کې به له اتومي وسلو څخه استفاده وکړي او اوس به په لوړه کچه د اتومي سرګلولو او بالیستیک توغندیو پر تولید باندې تمرکز وشي.

ms/nz (AFP, Reuters, AP, dpa)

زموږ له ارشیف څخه: