1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيدای سي غزه په ۲۰۲۰کال کي د اوسېدو نه وي

۱۳۹۴ شهریور ۱۱, چهارشنبه

په دغه ساحلي تراډه کي به د فلسطينيانو راتلونکې څرنگه وي؟ د ملگرو ملتونو په یوه راپور کي راغلي دي چي په دغه سيمه کي هرڅه ويجاړ سوي دي او د ژوند کولو چانس هلته ډېر لږ دئ.

https://p.dw.com/p/1GPqj
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د سوداگرۍ او پراختيا سازمان (UNCTAD) په خپل کلني راپور کي چي په ژنيو کي وړاندي سوی، داسي اټکل کړی چي د اسرائيلو له خوا تر يرغل او کلابندی لاندي غزه کي به تر ۲۰۲۰م کال وروسته «اوسېدل» امکان نه ولري.

په راپور کي راغلي دي چي په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹م کلونو کي د اسرائيلو له خوا پر غزې تراډي باندي درې واري پوځي يرغلونو دې سيمي ته د هغې د اقتصادي وضعيت درې برابره اقتصادي زيان رسولی دئ.

د ملگرو ملتونو په دغه راپور کي راغلي دي چي په غزې تراډه کي اوس د ژوندانه وضعيت، امنيت او اقتصاد دومره خراب دئ، چي په ۱۹۶۷م کال کي لا داسي نه وو. په دغه کال کي اسرائيلو په يوه درې ورځني جنگ کي دغه سيمه له مصره ونيوله.

په ۲۰۰۶م کال کي د اسرائيلو له خوا د غزې تراډي کلابندي د دغي سيمي کمزوری بنسټيز جوړښت نور هم داسي په ټپه ودراوه چي بيا ئې رغوني او اقتصادي پراختيا ته هيڅ وخت ور نه کړل سو او په دغه سيمه کي فقر نور هم ډېر سو.

بېکاري ۵۰ سلنه

په غزه کي بېکاري تير کال ۴۴ سلني ته ورسېده، چي دا په دغه سيمه کي تر ټولو لوړه فيصدي ده. د غزې ۷۲ سلنه وگړی د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي. د راپور له مخي د هغو کډوالو شمېر پر ډېرېدو دی چي د ملگرو ملتونو خوراکي موادو ته اړ دي.

په راپور کي راغلي دي چي د هغو کډوالو شمېر چي د ملگرو ملتونو له خوا د خوراکي موادو مرسته ورسره کيږي تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی. دغه شمېر په ۲۰۰۰م کال کي ۷۲۰۰۰ وو او اوس د روان کال په می مياشت کي ۸۶۸۰۰۰ ته رسېدلی دئ.

په راپور کي زياته سوې ده، تر څو چي له غزې تراډي د اسرائيلو محاصره نه وي ليري سوې، د نړيوالي ټولني مرستي به د فلسطينيانو په ژوند کي کوم بدلون رانه ولي.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخي حتي په ۲۰۱۴م کال کي پر غزې تراډي باندي د اسرائيلو يرغل چي نور بنسټونه ئې هم ويجاړ کړل، دمخه لا په دغه سيمه کي د برېښنا ويجاړ سوي سيستم د دې توان نه لاره چي د دغي سيمي د اوسېدونکو پنځمه برخه اړتيا پوره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب