کومو هيوادونو خپل نومونه بدل کړل؟ ـ دلته يې وپېژنئ
په نړۍ کي داسي هيوادونه سته چي پخوا يې نومونه نور ول او اوس په بل نوم ياديږي. په دغه انځوريز راپور کي يو څو هغه هيوادونه پېژندلای سئ چي خپل نومونه يې بدل کړي:
ايران
د ايران پخوانی نوم فارس وو. د دغه هيواد دولت په ۱۹۳۵م کال کي له ټولو نورو هيوادونو څخه هيله وکړه چي د فارس پر ځای ايران ورته ووايي. که څه هم چي زياتو هيوادونو د ايران د دولت دغه خبره ومنله، خو اوس هم ځيني ژبي او هيوادونه ايران ته فارس وايي. په ۱۹۷۹م کال کي د ايران دولتي نوم جمهوري اسلامي ايران کښېښودل سو.
کمبوجا
کمبوجا هيواد خپل نوم څو ځله بدل کړی دی. د ۱۹۵۳او ۱۹۷۰کلونو ترمنځ د دغه هيواد نوم د کمبوجا پاچهي ؤ. خو د ۱۹۷۰ او ۱۹۷۵ کالونو تر منځ نړۍ دغه هيواد د سره خمر جمهوريت په توګه پېژندی. کله چي په دغه هيواد کي بېرته پاچهي راغله نو نوم يې بېرته کمبوجا سو.
ميانمار
ميانمار پخوا په برما پېژندل کيدی. خو د دغه هيواد نوم په۱۹۸۹م کال د پوځي حکومت له خوا تبديل او ميانمار کښېښودل سو. فرانسې، جاپان او ملګرو ملتونو دغه نوی نوم قبول کړ خو امريکا متحدو ايالاتو او بريتانيا تر زيات وخت پوري دغه هيواد برما باله. خو وروسته چي په برما کي نظامي حکومت ختم سوی دی، نو نړۍ د دغه هيواد پر نوم له سره غور کوي.
اُردن
کله چي اُردن د بريتانيا مستعمره وو، نو ورته د ټرانس جورډن خطاب کېدی. په ۱۹۴۶م کال کي د آزادۍ تر لاسه کولو وروسته په ۱۹۴۹م کال کي د دغه هيواد نوم اردن وټاکل سو. اُردن په اصل کي د يو درياب نوم دی چي ويل کيږي پکښي حضرت عيسی ع ته د تعميد غسل ورکړل سوی وو.
ايتوپيا
د نني ايتوپيا په شمالي برخو کي د حبشي واکمنانو پاچهي وه. خو تر دويمي نړيوالي جګړې وروسته هيلي سيليسي پاچا د دغه هيواد نوم له حبشې څخه ايتوپيا کړ.
بوټسوانا
بريتانيا د ۱۸۸۵م کال په مارچ مياشت کي د بوټسوانا استعمار پېل کړ او هغه نوم يې بيکان لېنډ کړ. خو کله چي دغه هيواد په ۱۹۶۶م کال آزاد سو نو يې نوم پوټسوانا سو. دغه نوم د دغه هيواد تر ټولو لوی ايتنيکي ډلي بوټن له کبله وړانديز سوی ؤ.
کانګو ديموکراټيک جمهوريت
دغه هيواد چي ننی نوم يې کانګو ديموکراتيک جمهوريت دی، په ۱۹۶۰م کال يې د ډي آر سي په نوم آزادي اخيستې وه. دغه هيواد په ۱۹۶۵م کال کي کانګو ديموکراټيک جمهوریت وبلل سو. خو په ۱۹۷۱م کال کي ولسمشر موټو سيس سوکو د دغه هيواد نوم زاير ته بدل کړ. په ۱۹۹۷م کال د موتو تر مرګ وروسته دغه هيواد بېرته د کانګو ديموکراتيک جمهوريت وبلل سو.
سريلانکا
له ۱۸۱۵م کال څخه تر ۱۹۴۸م کاله پوري د دغه هيواد واک د بريتانيا په لاس کي ؤ او نوم يې سيلون وو. خو کله چي په شلمه پېړۍ کي د دغه هيواد آزادۍ له پاره غورځنګ پېل سو نو د سريلانکا د نوم ايښودلو غوښتنه هم وسوه. په ۱۹۷۲م کال کي په رسمي توګه د دغه هيواد نوم د سريلانکا جمهوريت کښېښودل سو. خو دغه نوم بيا په ۱۹۷۸م کال کي د سريلانکا ديموکراتیک سوشلسټ جمهوريت وټاکل سو.
بورکينا فاسو
دغه لوېديځ افريقايي هيواد ته پخوا اپروولټ ويل کېدلی. خو په ۱۹۸۴م کال کي ولسمشر تامس شنکرارا د دغه هيواد له پاره د بورکينا فاسو نوم وړانديز کړ. نوموړي دغه نوم په دې وړانديز کړ ولي د مور او دوهرا ژبو دوه الفاظ دي. د مور ژبي د بورکينا لفظ مطلب صحيح او د دوهرا ژبي د فاسو لغت معنی بيدارېدل دي.
بينن
د افريقا په لوېديځ کي د بينن جمهوريت په نوم هيواد واقع دی. دغه هيواد ته په ۱۹۷۵م کال د آزادي تر لاسه کولو څخه ۱۵ کاله وروسته دغه نوم ورکول سو. ترمخه د دغه هيواد نوم داهومې ؤ.