کوم ګټور خواړه غاښونو ته زيان رسوي؟
د روغتيا کارپوهان په دې هکله همنظره دي چي روغ غاښونه د روغ صحت له پاره ډېر اړين دي. هغه کوم شيان دي چي زیات خوړل يا چښل يې غاښونو ته زيان رسوي؟ په دغه انځوريز راپور کي يې وپېژنئ:
ترکیبونه
که څه هم د مالټو او لیمو ترکیب د وجود د سلامتۍ له پاره ډیر ښه دي، خو د غاښو ډاکټران هغه کسانو ته چي د غاښو د ژیړیدو شکایت لري، توصيه کوي چي د ډیرو ترکیباتو له خوړلو څخه ډډه وکړي. دغه ترکیبات ډیر اسیډ لري، نه یوازي د غاښو د ژیړیدو، بلکي حساس کیدو سبب هم گرځي. همدا دلیل دی چي ستاسي غاښونه د گرم یا یخ شیانو د خوړلو او چښلو پروخت ډیر حساس وي.
قهوه
د ډیرو کسانو له پاره قهوه(کافې) د سهار له خوا تر ټولو ښه نوشابه ده. دا سمه خبره ده چي قهوه د طبیعت له سمولو سره مرسته کوي، خو ډېر چښل يې کیدلای سي د غاښو د رنگ د تغیر سبب سي. څنگه چي په قهوه کي هم اسیډ موجود دی، نو ښه دا دی چي د قهوې تر چښلو وروسته د تروو شیانو له خوراک څخه ډډه وسي، ځکه چي دا کار د غاښو د لا حساس کیدو سبب گرځي.
د میوو اوبه
د میوو اوبه يا جوس ډیر زیات مختلف ویټامینونه لري. خو په ډیرو چښلو کي یې باید احتیاط وسي. ځکه چي ډیره بوره او اسیډ لري چي د غاښو د کلسیم د کمښت سبب گرځي. د میوو په اوبو کي د بورې ترکیبات په غاښو کي د موجودو مکروبونو سره اسیډ جوړوي او دغاښو د خرابیدو سبب گرځي.
چای
چای هم د قهوې غوندي پر غاښو باندي د ټپلو سبب گرځي. شنې چای پرغاښو باندي خاکي او توري چای ژیړي لکې راپیدا کوي. ځیني کسان توصیه کوي چي پرغاښو باندي د لکو د نه رامنځته کیدو پخاطر چای له لږو شیدو سره وچښئ. خو دا خبره ثابته سوې نه ده.
پالک
پالک د ډیرو مفیدو سبزیجاتو له جملې څخه دي او ډیر معدني مواد، لکه کلسیم، پوټاشیم او کاروتین لري. خو سړی نه سي ویلای چي پالک د غاښو له پاره هم مفید دي. هغه اسید اگزالیک لري چي د کلسیم سره یې ترکیب یو نوع حل نه کیدونکي مالگي (اگزالات کلسیم) جوړوي او د غاښو د پوښ د حساس کیدو سبب گرځي.
شات
شات له ډیرو پخوانیو زمانو څخه د وجود د سلامتۍ په سبب ډیر شهرت لري. خو په هغه کي د ډیري بورې(شکري) موجودیت د غاښو له پاره تاواني هم دي.
میوه لرونکي مستې
میوه لرونکي مستې د ډیرو گټورو خوړو له جملې څخه دي، خو د غاښو له پاره تاواني هم دي. ځکه چي ډیره بوره لري. په همدې دلیل متخصیصین توصیه کوي چي د غاښو د سالم پاتيدو په خاطر، طبیعي مستې وخورئ.