کوم شمیر پاکستاني مهاجر له اروپا اخراج شوي دي؟
آلمان سږ کال د نورو اروپایې هیوادونو په پرتله تر ټولو ډير مهاجر اخراج کړي دي. دا چي کوم اروپايي هيواد کوم شمېر پاکستاني مهاجر اخراج کړي دي، په دغه انځوريز راپور کي يې وګورئ:
بریتانیا
په تیرو پنځو کلونو کې نږدې ۴۰ زره پاکستاني مهاجر په غیر قانوني ډول په بریتانیا کې اوسیدل، چې د محکمې د حکم پر اساس ورته د هیواد پریښودلو ویل شوي ول. په همدې موده کې تر ۲۷ زرو ډیر پاکستاني مهاجر یا خو بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي او یا هم کوم بل اروپایې هیواد تللي دي.
یونان
په تیرو پنځو کلونو کې په یونان کې داسې ۴۳ زره پاکستاني مهاجر موجود ول چې په دغه هیواد کې یې د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل او دوی ته امر شوی وو چې له دغه هیواد څخه دې ووزي. په دې موده کې ۱۶۷۰۰ پاکستاني مهاجر له یونان څخه وتلي دي.
فرانسه
فرانسې له ۲۰۱۲ م څخه تر ۲۰۱۶ م کاله پورې په دغه هیواد کې هغو یولس نیم سوه مهاجرو ته له دغه هیواد څخه د وتلو امر وکړ چې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. په دې موده کې یوازې ۲۶۵۰ پاکستاني مهاجر له فرانسې څخه وتلي دي.
هسپانیا
په همدې موده کې نږدې اته زره پاکستاني مهاجرو ته د هسپانیې د پریښودلو امر شوي دي، خو د رسمي شمیرو له مخې یوازې شپږنیم سوه یې پاکستان ته ستانه شوي او یا هم کوم بل اروپایې هیواد ته یې پناه وړې.
بلجیم
په تیرو پنځو کلونو کې نږدې پنځه نیم زره داسې پاکستاني مهاجرو ته چې په دغه هیواد کې یې د اقامت اجازه نه درلوده له بلجیم څخه د وتلو امر شوی وو. په همدې منځ کې له دغه هیواد څخه د وتونکو پاکستاني مهاجرو شمیر ۷۶۵ تنه وو.
آلمان
تر ۲۰۱۲ م کاله پورې یوازې شاوخوا ۳۷۵ تنه پاکستاني مهاجر داسې ول چې باید له آلمان څخه وتلي وای، خو په ۲۰۱۶ م کال کې د داسې کسانو شمیر ۲۴ سوو ته لوړ شو او په دغو پنځو کلونو کې د دا ډول مهاجرو مجموعي شمیر ۵۰۰۰ ته ورسید. د یورو سټیټ د شمیرو له مخې په همدې موده کې ۱۰۵۰ تنه پاکستاني مهاجر له آلمان څخه وتلي دي.
اتريش
په تیرو پنځو کلونو کې په مجموع کې ۳۲۲۰ پاکستاني مهاجرو ته د دې هیواد له خاورې څخه د وتلو امر شوی دی. په همدې منځ کې یوازې ۵۳۵ تنه له دغه هیواد څخه وتلي دي.
هنګري
هنګري له ۲۰۱۲ م کال څخه د ۲۰۱۶ م کال تر پای پورې نږدې ۳۰۰۰ پاکستاني مهاجر غیر قانوني بللي او له دغه هیواد څخه یې ورته د وتلو امر کړی وو. خو په همدې موده کې له دغه هیواد څخه نږدې ۱۵ سره مهاجر وتلي دي.
ایټالیا
د همدې پنځو کلونو په موده کې د ایټالیا حکومت هم تر دوه نیم زرو ډیرو پاکستاني مهاجرو ته له دې هیواد څخه د وتلو امر کړی دی. خو د یورو سټیټ په حواله په همدې موده کې له ایټالیا څخه د وتونکو پاکستاني مهاجرو شمیر یوازې ۴۰۰ تنه دی.
په ټوله اروپا کې مجموعي وضعیت
په مجموعي توګه د اروپایې اتحادیې په ۲۸ غړو هیوادونو کې تر ۱۲۸ زرو ډیر پاکستاني مهاجر په غیر قانوني توګه اوسیدل او دوی ته د محکمې او اړونده ادارو له خوا له دغو هیوادونو څخه د وتلو امر شوی وو. په مجموعي توګه ۵۴۷۰۰ پاکستاني مهاجر د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه وتلي دي. لیکونکو: شمشیر حیدر