1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوم اروپايي هيواد څومره مهاجر بيرته ايستل غواړي؟

۱۳۹۴ بهمن ۱۴, چهارشنبه

سوېډن او اتريش غواړي چي په لسونو زره هغه پناه غوښتونکي چي د پناه غوښتنه يې رد سوې ده، بېرته خپلو هيوادونو ته ولېږي. يوه نوې نظر پوښتنه ښيي چي اکثره نور غړي هيوادونه داسي کوم پلان نه لري.

https://p.dw.com/p/1HoQI
Irakische Flüchtlinge am Flughafen Tegel
انځور: DW/Samih Amri

د آلمان خبري آژانس يوه چټکه نظر پوښتنه تر سره کړې ده. د دغي نظر پوښتني د پايلو له مخي د اروپايي اتحاديې زياتره غړي هيوادونه داسي پلان نه لري چي په ډليزه توګه پناه غوښتونکي بېرته خپلو هيوادونو ته ولېږي. دا په داسي حال کي ده چي د سوېډن او اتريش هيوادونه په پام کي لري چي په لسونو زره پنا غوښتونکي بېرته ولېږي. خو د پلان له مخي به هغه پناه غوښتونکي ايستل کيږي، چي يا خو يې جرمونه کړي وي او يا يې د پناه غوښتنه منل سوې نه وي.

د آلمان خبري آژانس له بيلو اروپايي هيوادونو څخه د يوې نظر پوښتني په شکل کي معلومات راټول کړي، چي کوم هيواد څومره پناه غوښتونکي باسي. د پناه غوښتونکو په تړاو دغه شمېرې په دې ډول دي:

سوېډن

سوېډن ته تېر کال تقريبا ۱۶۳۰۰۰پناه غوښتونکي رسېدلي دي. دغه هيواد پلان لري چي د ورسېدلو پناه غوښتونکو ۴۵ سلنه برخه بېرته خپلو اصلي هيوادونو ته ولېږي. د سوېډن حکومت په حواله په دې ترڅ کي به په بشپړه توګه د ۶۰ زرو او ۸۰ زرو تر منځ مهاجر له سوېډن څخه وايستل سي.

اتريش

اتريش هم په پام کي لري چي ډېر مهاجر بيرتهه وباسي. د دغه هيواد حکومت ويلي دي چي غواړي تر ۲۰۱۹م کال پوري تر ۵۰ زرو پوري پناه غوښتونکي بېرته خپلو هيوادونو ته ولېږدوي. دغه هيواد د پناه غوښتني په پروسه کي د چټکتيا او اسانتيا د رامنځ ته کولو پلان جوړ کړی دی چي په دې توګه وکولای سي چي رد سوي مهاجر ژر بېرته خپلو هيوادونو ته ولېږدوي.

آلمان

آلمان غواړي چي داسي ميکانيزم رامنځ ته کړي چي په ترڅ کي يې د هغو پناه غوښتونکو بېرته لېږل آسانه سي، چي جرمونه يې کړي وي. د دې تر څنګ د آلمان حکومت یوه طرحه جوړه کړې ده چي له مخي يې درې هيوادونه تونس، الجزاير او مراکش بايد د خوندي هيوادونو په ليست کي راوستل سي. که د آلمان د ايالتونو شورا (بنډس رات) دغه قانون ومني، نو تر دې وروسته به د رد سوو پناه غوښتونکو بېرته لېږل آسانه سي.

ايټاليا

ايټاليا هغه هيواد دی چي پناه غوښتونکي ورته د يو ترانزيت هيواد په سترګه ګوري. په دغه هيواد کي د آلمان او سويډن په پرتله ډېر کم مهاجر د پناه غوښتنه کوي. د رسمي شمېرو له مخي په ۲۰۱۵م کال کي په دغه هيواد کي۷۹۹۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې وه. ويل سوي چي په دغو کي د تقريبا ۶۶ زرو کسانو د پناه غوښتني دوسيې څېړل سوي او۴۲ سلنه ته يې پناه ورکول سوې ده. د ايټاليا حکومت وايي چي د رد سوو مهاجرود ايستلو هڅه کوي.

فرانسه

د فرانسې په دواړو پارلماني خونو کي اوس پر دې بحث روان دی چي د مهاجرو د بېرته لېږلو له پاره نوی اساس او قواعد رامنځ ته سي. خو په فرانسه کي د پناه غوښتونکو شمېر نسبتا کم دی او له همدې کبله فشار هم هومره زيات نه دی. په فرانسه کي په ۲۰۱۵م کال تقريبا ۸۰ زرو کسانو د پناه غوښتنه وکړه. په دغه هيواد کي د قبلېدو اندازه ۳۱ سلنه ده. د يوې تازه تر سره سوي نظر پوښتني له مخي د پوښتل سوو فرانسويانو ۷۷ سلنه غواړي چي رد سوي پناه غوښتونکي بېرته خپلو هيوادونو ته ولېږدوي.

فنلند

فنلند غواړي چي تقريبا ۳۲ زره پناه غوښتونکي وباسي چي د پناه غوښتونکو ۶۰ سلنه جوړوي. دا په داسي حال کي چي ډنمارک نه غواړي چي داسي اعداد خپاره کړي، څو څرګنده سي چي کوم پناه غوښتونکي بېرته خپلو هيوادونو ته لېږي.

يونان

يونان داسي کوم اعداد نه دي خپاره کړي چي څرګنده سي څومره پناه غوښتونکي ايستل غواړي. د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو داره (UNHCR) په وينا په ۲۰۱۵م کال يونان ته ۸۶۵ زره پناه غوښتونکي رسېدلي دي. خو ډېرو يې د جنوبي اروپا پر لور حرکت کړی. د يونان حکومت په وينا له يادې شمېرې څخه يوازي ۱۵ زره په يونان کي پاته سول. د يونان هغه هڅي تر اوسه ناکامه دي چي کوښښ کوي ځيني پناه غوښتونکي بېرته ترکيې ته ولېږي.

هنګري

هنګري د اروپايي اتحاديې له هغو هيوادونو څخه دی چي د پناه غوښتونکو پر وړاندي يې خپل سرحدونه بند کړي دي. په دغه هيواد کي ډېر کمو کسانو د پناه غوښتنه کړې او له بېرته ايستلو سره د مخامخ کسانو شمېر هم دومره کم دی، چي ښايي د يو څو تنو په شاوخوا کي وي.

پولنډ

پولنډ ته د پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو له لاري زيات پناه غوښتونکي ورځي. په زياته بيا د چيک جمهوريت له لاري. په پولنډ کي د مهاجرو د بېرته لېږد لوی پلانونه نه سته. د رسمي شمېرو له مخي د بيلګي په توګه د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر مياشت کي د ۴ کسانو د پناه غوښتنه ومنل سوه، ۸ کسان د نه قبول سوو پناه غوښتونکو په توګه وزغمل سول او د ۱۹۲ کسانو د پناه غوښتنه رده سوه. خو په دغه مياشت د اکثريت پناه غوښتونکو چي شمېر يې تقريبا ۹۲۲ ته رسيږي، دوسيې يې منجمدي سوې.

سلواکيا

سلواکيا په دې ډېر فخر کوي چي د مهاجرو د بېرته لېږد پروسه يې ډېره چټکه او اغېزمنه ده. د دغه هيواد د کورنیو چارو وزارت وياند ويلي دي: «زموږ هيواد د اروپايي اتحاديې د هغو کمو هيوادونو څخه يو دی، چي له شاوخوا ګاونډيانو سره د پناه غوښتونکو د بېرته لېږد په تړاو تړونونه لري.» د ياد وزارت د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۵م کال په سلواکيا کي ۳۳۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې وه او ۸ کسان يې منل سوي دي. په سلواکيا کي چي هر پناه غوښتونکی رد سي، نو سمدلاسه هغه هيواد ته لېږل کيږي، چي ځني راغلی وي. زياتره وخت دغه هنګري او يا اوکراين وي.

چيک جمهوريت

په چيک جمهوريت کي داسي کوم ځانګړی پلان نسته چي له مخي يې ځانګړی شمېر پناه غوښتونکي وايستل سي. زیاتره پناه غوښتونکي له دغه هيواد څخه د ترانزيتي هيواد په توګه کار اخلي او د ورداخيلېدو وروسته بېرته مخ پر وړاندي نورو اروپايي هيوادونو ته مخه کوي. په ۲۰۱۵م کال په دغه هيواد کي يوازي ۱۵۲۵ کسانو د پناه غوښتنې کړې وه چي تقريبا نيمايي يې اوکراينيان ول. په بشپړه توګه ۲۹ سوريايي پناه غوښتونکو ته پناه ورکول سوه او ۱۰۱ کسان په مؤقتي توګه ومنل سول.