کولمبیایان د سولې پر یوه نوي تړون کار کوي
۱۳۹۵ مهر ۱۵, پنجشنبهسنتوز او پخواني ولسمشر الیوارو اوریبي، د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې داسې یو کمیسیون جوړ کړي چې د سولې د تړون د ښه کولو لارې چارې به وڅیړي.
دواړو د کولمبیا د ۵۲ کلنې جګړې د ختمولو له پاره خپله لیوالتیا وښودله. په دې جګړه کې تر ۲۲۰،۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي او په میلیونو ډیر نور بې ځایه شوي دي. کولمبیا تر دې مخکې له فارک ډلې سره د سولې تړون لاسلیک کړ، خو د اوریبي په ګډون د سنتوز مخالفین وايي چې د سولې اوسنی تړون د فارک ډلې ته د ډیر څه وړاندیز کوي.
له فارک سره د حکومت د سولې تړون تر لاسلیکیدو وروسته، ټولپوښتنې ته وړاندې شو، خو رای ورکوونکو هغه په ډیر لږ اکثریت رد کړ.
اوریبي وایي چې له فارک سره موافقه شوی تړون دغې ډلې ته ډیر امتیازات ورکوي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې نویو وړاندیزونو او بدلونونو ته اړتیا شته. هغه د کولمبیا له ولسمشر سره تر غونډې وروسته وویل: «دا ښه ده چې د ټولو کولمبیایانو له پاره سولې ته ورسیږو نه دا چې د سولې یوه ضعیفه تړون ته چې یوازې د دې هیواد د نیمه برخه اوسیدونکو له پاره ده.»
سنتوز وايي چې د سولې په نوي تړون کې به د هغه د مخالفانو اندیښنو ته ځواب وویل شي. هغه ویلي دي: «موږ په دې پوه شوي یو چې د هغوی ډیرې اندیښنې د داسې مواردو په اړه دي چې وضاحت او یا هم دقت ته اړتیا لري. موږ پر دغو موضوع ګانو باندې نن کار پیل کړ چې د هغوی اندیښنو ته ځواب ووایو.»