1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کولمبیا: پنځه میلیونه کسان مهاجرت کی ژوند کوی

۱۳۹۰ خرداد ۱۹, پنجشنبه

د مهاجرینو د شمير له نظره کولمبيا په تولی نړي کی اوس لومړی ځاي لري. د جنوبی امریکا په دغه هیواد کی څه د پاسه پنځه میلیونه وګړي په مهاجرت کی ژوند کوي. دغه شمیر کسان د نشه يي توکو د قاچاقچیانو لخوا مهاجرت ته مجبور شوي دي

https://p.dw.com/p/11Xhc
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: UN Photo/Mark Garten

د دوی تر ټولو لوی دښمنان د مخدره موادو باندونه دي ځکه چی د مخدره موادو دغو باندونو د کروند ګرو څخه ځمکی په زور اخیستي دي او دوی یی مهاجرت ته اړ کړي.

ددغو مهاجرو څخه دفاع کول ښایی د سړی د ژوند په بيه تمام شی. په کولمبیا کی په وار وار سره د بشري حقونو فعالين وژل شوی.

دغه سیمه د مخدره موادو د مافیا د خوښی ځای دی ځکه دلته نژدې پروت ځنګل د «اتلانتیک» او «پاسیفیک» تر منځ د کوکایینو ترانسپورت ته مناسب امکانات جوړوی.

«اورابه» په کولمبیا کی یوه د هغو سیمو له ډلی څخه ده چی په کی ډير کسان مهاجرت ته اړ شوي دي. دوی د میدلاین او سلومس سیمو ته مهاجر شوی دی. د اورابه څخه د خلکو ایستل په اول سر کی د اخطار په ورکولو سره پیل شول خو کله چی بیا هم دغو خلکو نه غوښتل چی خپلی ځمکی پر مافیایی ډلو خرڅي کړي نو دوی خپل اخطارونه نور هم شدید کړل.

د اورابه پر دغو ځمکو د ډېرو نسلونو راهیسي خلکو ژوند او کار کاوه. د «میدلاین» په نامه بل نژدې ښار کي ژوند د دوی د تصور څخه لیري ښکارېده. د دغو مهاجرو اکثریتو کسانو مکتب نه ؤ ویلی او د زراعت څخه یې خپل ژوند پر مخ بیوی نو ځکه دوی پر ځان باندی دغه خطر قبول کړ او بېرته خپل د جګړې ډک ټاټوبي ته راستانه شول.

د بشري حقونو يو تن فعال، ديګو ايسپيتيا، چی په دغي سيمی کی د مخدره موادو باندونو سره مبارزه کوی او له سیمی څخه د خلکو وتلو سره مخلف دی وایی:

«مونږ په ګډه سره کوښښ کاوه چی د کروندګرو دغه مځکی بېرته په لاس راوړو. موږ بېرته خپلو کورونو ته ورغلو. موږ فکر کاوه، کله چی دوی ووینی چی موږ دلته یو، نو بیا به بېرته را نه سي.»

خو دیګو ایسپیتیا او کروندګرو اشتباه کوله. د مخدره موادو مافیا بېرته راغله. او دا ځل خو یی حتی د دولت ملاتړ هم د ځان سره درلود.

دوی د دې ځای قانوني اوسېدونکي پولیسو ته په لاس ورکړل. دوی دا تور لګاوه چی دغه راستانه سوي مهاجر په غیر قانوني ډول دغه مځکی لاندي کړي دي.

بلاخره دغه کروندګر تسلیم سول. خو دیګو ایسپیتیا خپلی مبارزې ته ادامه ورکوي. ده اوس د دغو خلکو څخه د دفاع په خاطر یو سازمان جوړ کړی دی. ده دغه سازمان ته د نړیوالو پام هم رااړولی.

دویچه ویله/ ګل غوټی پوپل
کتونکی: مسعود جهش