1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوباني ښار د سقوط په حال کي دئ

دويچه ويله/ احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ مهر ۱۵, سه‌شنبه

افراطي ډلي «اسلامي دولت» د ترکيې سرحد ته نژدې د سوريې د کوباني ښار يوه برخه تر سختي جګړې وروسته تر خپل کنترول لاندي راوستلې ده. د ځايي چاروکو په وينا د امريکا په مشرتوب بمباریو هيڅ گټه رسولې نه ده.

https://p.dw.com/p/1DRO4
انځور: Reuters/Umit Bektas

کوباني چي بل نوم يې عين العرب دی، يو داسي کرد مېشته ښار دی چي پکښې کوردي ملېشې د ښار ساتلو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. په ستراتيژيکه توگه مهم دغه ښار کي له څو ورځو راهيسي سخته جګړه روانه ده.

د وروستيو راپورونو له مخي «اسلامي دولت» ډلي د کوباني ښار په ختيځ کي درې ناحيې نيولي دي. په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي دي چي د کوباني ښار مکتاله الجديده، کاني اربانې او صنعتي ناحيې تر کور په کور جنګ وروسته د «اسلامي دولت» ډلي جنګياليو نيولي دي.

د «آزادو رسنيو اتحاد» په نوم د کردي رسنيو د ډلي يو استازي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د «اسلامي دولت» ډلي جنګياليو په خپل يرغل کي د ټانکونو او موټريزو بمونو څخه کار اخيستی دی.

زياته سوې ده چي د «اسلامي دولت» د جنګياليو د بيري څه باندي ۲۰۰۰ انسانان پر پوله ترکيې ته پناه وروړې ده.

د «اسلامي دولت» جنګياليو له تقريباً درو اونيو راهيسي پر کوباني ښار باندي تعرض ته ادامه ورکړې ده. پر دغي تروريستي ډلي باندي د امريکا په مشرتوب هوايي بمباريو او کردي ملېشو د مقاومت سره سره بيا هم دغه ډله د کوباني ښار د څو ناحيو په نيولو توانېدلې ده.

د کوبانې تر څنګ د سوريې په شمال ختيځ کي د هساکا کرد مېشته سيمه هم د «اسلامي دولت» ډلي جنګياليو د تهاجم سره مخامخ ده. په سوريه کي د بشري حقونو د څار سازمان ويلي دي چي د «اسلامي دولت» جنګياليو په څو دقيقو کي د دغه ښار دوې پوستې د ځانمرګو بريدونو په مرسته ونيولې. ويل سوي دي چي په دغو بريدونو کي نژدې ۳۰ کوردي وسله وال وژل سوي دي.

کوردي سياستوالو پر نړيوالو د مرستي او ملاتړ ږغ کړی دی. هغوی د کوباني ښار د سقوط په صورت کي د ډليزو وژنو د رامنځ ته کېدو له امکان څخه خبرداری ورکړی دی.

د ترکيې لومړي وزير احمد داؤد اوغلو «سي اين اين» تلويزيون ته په مرکه کي ويلي دي چي ترکيه به د کوباني ښار له اوسېدونکو سره د مرستي په برخه کي خپل ټول امکانات په کار واچوي.

خو نوموړي ويلي دي چي دغه سيمي ته د عسکرو لېږل «يوه بله خبره ده». د ترکيې لومړي وزير ويلي دي چي که ترکيه په کوباني ښار کي مداخله وکړي، نو دا به په سوريه کي د مداخلې معنا ولري.

په داسي حال کي چي د ناټو نوي عمومي منشي ينس شتولتنبېرګ، د اړتيا په صورت کي له ترکيې سره د ناټو د مرستي ډاډ ورکړی دی، د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په کوباني ښار کي د ولسي خلکو د امنيت او ساتني ږغ کړی دی.

په عيني حال د اروپا په بېلابېلو ښارونو کي کردانو د کوباني ښار په لانجه کي له سيمه ييزو کردي ځواکونو سره د مرستي غونډي او لاريونونه کړي دي.