«که مو متحدان وغواړي، افغانستان ته بيا عسکر لېږو»
۱۳۹۴ مهر ۲۸, سهشنبهد استونيا د دفاع وزير حینس حنسو له (Postimees) ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «امريکايانو اعلان وکړ چي ځواکونونه به ئې په افغانستان کي تر هغه وخت زيات پاته سي لکه دوی چي ټاکلی وو، نو موږ غربي متحدان خو نه سو کولای چي له افغانستان پښې ټکوهو او ووځو، په داسي حال کي چي هلته لا ستونزي سته.»
د هغه په خبره که په افغانستان کي وضعيت نور هم خراب سي او متحدان ئې غوښتنه ځني وکړي نو دوی بايد دې ته تيار وي چي د خپلو ملگرو غوښتنه پر ځای کړي.
هغه ويلي دي چي له دوی څخه تر اوسه پوري هيچا د دې غوښتنه کړې نه ده او پرېکړه هم سوې نه ده «خو دا د دې معنی نه لري چي په راتلونکې کي به په دې اړه پوښتني راپورته نه سي.»
د استونيا د سمندري ځواکونو وروستي عسکر د ۲۰۱۴م کال په دوبي کي له افغانستانه ووتل.
د پلان له مخي بايد د ۲۰۱۶م کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول امريکايي عسکر وتلي وای، خو تيره اوونۍ جمهور رئيس بارک اوباما اعلان وکړ چي تر دغي مودې وروسته به هم په افغانستان کي نزدې ۵۵۰۰ امريکايي عسکر پاته سي.
په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو ماموريت د اوږدې په اړه هغه مهال پوښتني نوري هم راپورته سوې چي د افغانستان په شمال کي وسله والو طالبانو لنډه موده ځيني سيمي ونيولې.