1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که له انټرنيټه وخت وسپموئ، ۲۰۰ کتابه مطالعه کولای سئ

۱۳۹۵ بهمن ۱۵, جمعه

ټول د مطالعې په گټه خبر یوو، خو د انټرنيټ پراختيا او د ټولنيزو شبکو اعتياد زموږ تاسي ډېری له کتاب څخه ليري کړي دي. په دغه مطلب کي له ټولنيزو شبکو څخه د ليري کېدو او کتاب ويلو اغېزمني لاري ښودل کيږي.

https://p.dw.com/p/2Wu8h
E-Book-Reader Marke Amazon Kindle
انځور: picture-alliance/dpa/Jens Kalaene

داسي کسان لکه وارن بافت او بيل گيټس چي د نړۍ د موفقيت ډېري کلاوي ئې فتح کړي، د خپلو برياوو راز منظمه مطالعه ښيي. په نړۍ کي د انټرنيټ له پيدايښت سره د کتاب لوستل کرار کرار څنډي ته سوي دي او ځوان نسل اوس خپل ډېر وخت د آنلاين په نړۍ کي تيروي.

په ورځ کي د کتاب څو مخه ويل، داسي کار دی چي د هر انسان په وس پوره دئ، خو ډېر لږ خلک دې ته ځان نيسي. يوه چينايي اوس په «کوارتس» مجله کي د رياضي يو داسي فورمول وړاندي کړی دئ چي که سړی د تلويزيني سريالونو له کتو او په ټولنيزو شبکو کي له وخت تيرولو څخه لږ وخت وسپموي، نو کولای سي چي په آسانۍ سره له کاله ۲۰۰ کتابه مطالعه کړي.

په منځنۍ توگه هر څوک کولای سي په يوه دقيقه کي له ۲۰۰ تر ۴۰۰ کلمو پوري ولولي. د کتابونو محتوا په منځنۍ توگه ۵۰زره کلمې وي. دې ته په کتو سره که سړی له کاله ۲۰۰ کتابه مطالعه کړي، نو ۱۰ ميليونه کلمې به ئې لوستلي وي. ۱۰ميليونه چي په دقيقه کي پر ۴۰۰ کلمو ووېشل سي، نو نتيجه ئې ۲۵ زره دقيقې يا ۴۱۷ ساعته راوځي. د دغه فورمول له مخي نو د ۲۰۰ کتابو مطالعه ۴۱۷ ساعته وخت نيسي.

کيداسي ۴۱۷ ساعته مطالعه په داسي نړۍ کي چي وگړي ئې په اوونۍ کي ۴۰ ساعته کار کوي، چندان اسانه نه وي. خو شمېرې ښيي چي هر امريکايي په کال کي ۶۰۸ ساعته يوازي په گښت او ټولنيزو شبکو کي تيروي او ۱۶۴۲ ساعته هم تلويزيون گوري چي دا ټول ۲۲۵۰ ساعته کيږي. نو که دغه وخت ټول د کتاب په مطالعه تېر سي، هر امريکايي به په کال کي تر ۱۰۰۰ کتابه ډېر مطالعه کړي وي.

دغه فورمول هغه مهال گټمن تماميږي چي د تلويزيوني سريالونو کتل او په انټرنيټ کي وخت تيرول لږ کړئ. که غواړئ چي په خپل کړه وړ کي بدلون راولئ او ذهن مو تقويه کړئ، نو چينايي چارلز چو ئې لاري هم درته وړاندي کړي دي.

اول: چاپيريال ورته برابر کړئ

که څوک وغواړي چي ځان د کوکاينو له معتادۍ وژغوري، نو عاقلانه نه ده چي کوکاين ئې په کور کي پراته وي. ټولنيزي شبکې هم په دغه اندازه سړی معتادوي او ځان ځني ژغورل ئې ډېر سخت کار دئ. نو دې ته په کتو سره هر څومره چي مو توان وي له ټولنيزو شبکو ځان ليري کړئ او کتابونه درته کښېږدئ. تاسي کولای سئ په خپلو تليفونونو کي هم دغه بدلون راولئ: له تليفونه مو فيسبوک، تويتر او... پاک او د کتابونو اپليکېشن پکښې فعاله کړئ.

دوهم: بې سرحده ئې ولولئ

که مو هدف دا وي چي ډېره مطالعه وکړئ، د موضوعاتو په اړه بايد سخت گيره و نه اوسئ؛ په هره برخه کي مطالعه وکړئ. خپل ځان يوه خاص ډول ته مه محدودوئ؛ هم کاغذی کتاب او هم په تليفون کي الکترونيکي نسخې مطالعه کړی او هم ږغيز کتابونه واورئ. د مطالعې ځای هم ځان ته مه محدودوئ؛ که په خونه کي وي، که په سرای او که پر بېبان، کتاب ولولئ.

د مطالعې په برخه کي د چارلز چو وروستۍ توصيه دا ده چي په لوستلو کي «فرصت طلبه» اوسئ: که ئې وخت لرئ خو ډېر ښه، که نه وخت ورته پيدا کړئ. که تر اوسه پوري لا په ذهن کي د ژوند او کايناتو په برخه کي بې جوابه سوالونه درگرځي، نو منظمه مطالعه دغو پوښتنو ته د جواب له پاره ډېره اغېزمنه ده او که تر دې تير سو نو تر هغه ډېر څه ترلاسه کولای سئ چي په تلاښ کښي ئې ياست.